دتهران او کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پیل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپانې وړاندې کوو نو هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ
دتهران ورځپاڼو په سر کې داهم جمهوری اسلامي ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي پرون دسپيڅلي دفاع د مبارزانو او سرښیندونکو او د راهیان نور د چاروالو په ټول کې اته کلنه سپيڅلي دفاع یوه ډيره مهمه کلتوري پانګه او د هیواد یو ستر ارزښت وباله او په په دې خبرې په ټينګار سره ئې چې راهیان نور پروګرام دسپيڅلي دفاع له شتمنۍ اوطلائي کان څخه داستفادې لپاره ډير لوي او مهم نوښت او یوه ماډرن ټيکنالوجي ده، وویل ، دبدغواړو له کلتوري یرغلونو اوپلانونو سره دمقابلې یوازینۍ لاره په ټولو ډګرونو کې دسپيڅلي دفاع دپړاؤ له پياوړي سرچینې او بډائ شتمنۍ څخه داستفادې لپاره کلتوري تولید دی .
دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر یوکیا آمانو د آژآنس دواکمنې شورا دپنځه ورځنۍ غونډې په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې یو ځل بیا ایران په ایټمي فعالیتونو کې پر نه انحراف ټينګار وکړ او ،ې ویل ، دایران له خوا د نه اعلان شویو فعالیتونو په باب هم کوم ضمانت نه شو ورکولی خو دجامعې ایټمي موافقې په اساس دایران پر ژمنو له څارنې او آژموینو سره اړونده دمقدماتو دترسره کولو په حال کې یوو او په دې باب دایران له خوا هرډول ملګرتیا اوغږملتیاوې ترسره کیږي او داندیښنې هیڅ خبره هم نشته .
دامریکا ډيموکراټان وائي د ټرمپ په برج کې د ډونالډ ټرمپ د خبرو دآوریدو لپاره د امریکا دولسمشر وروستۍ خبرې ښئ چې د دغو ادعاګانو له سم اودروغ کیدا سره سره هغه په یوه بل سرخوږي کې هم ګیر شوی دی . یوه لوړپوړي ډيموکراټيک مسئول شومر له این بی سی خبری چینل سره په خبرو کې ویلی دي ،که ټرمپ قصدا د ټيلیفوني ا و ویډیو ئي خبرو د آوریدو دتورونو په باب دروغجن اطلاعات خپره کړي وي ، نو دابه د ولسمشرۍ شان اوعزت نوره هم کم کړي .
له بحرینه بهر اوسیدونکو بحرینیانو د دغه هیواد له ځوانانو غوښتي دي ، دسعودي نیواکګرو پوځيانو په لاس د هغوي دهیواد دنیواک په کلیزې او دخپل مبارز روحاني او دیني رهبر شیخ عیسی قاسم دمحاکمې د درولو لپاره په اعتراضونو کې دې مدني مقاومت نوره هم زیات کړي او په درست هیواد کې دې مظاهرو ته مخه کړي اوترڅو چې آل خلیفه رژيم له خپلو جنایتونو لاس په سر او په ګونډو نشي خپل مقاومت ته دوام ورکړي .
د سورئې پوځ د حلب ولایت په ختیځ کې له داعشي تکفیری ترهه ګرو بیا څو ښارګوټي او کلي آزاد کړي او په دغو عملیاتو کې ئې دهغوي په لسګونو ترهه ګر هلاک او دپه سترو وسلو سنبال یوشمیر ګاډي اوتجهیزات ئې هم تباه کړي دي .
په یمن کې یوه امنیتي مسئول ویلی دي ، د دغه هیواد دفراري اومستعفي شوي منصور هادي سره داړونده پوځ یو شمیر یونټونه دامریکائي ځواک له خوا روزل کیږي
دانګلستان ګارډيّن ورځپاڼې د عراق دموصل دآزادونکو عملیاتو د وروستۍ مرحلې د پيلیدو او د داعشي ترهه ګرو دغونډيو مرکزونو ته دعراق د پوځ او ولسی مبارز ځواک د رسیدو خبر ورکړی او ویلی ئې دي ، د موصل په لوديخي برخو کې نور د داعشیانو تم کیدا ځاي نشته او ورځ تربلې پر داعشي ترهه ګرو کړۍ تنګیږي .
دفرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ چې دولسمشرۍ دپړاؤ په روستیو شپو ورځو کې دی ، له اروپائي رسنیو سره په خبرو اترو کې ئې چې پرون خپرې شوي ویلی دي ، نهائي دنده ئې داده چې د روان میلادي کال دولسمشرۍ په انتخاباتو کې دافراطي ښي پالو د کاندید مارین لوپن دبریالیتوب دبریالیتوب مخه ونیسم .
دصهونیسټ رژيم د وحشي ډوله پوځيانو په لاس په لوديځي غاړې کې یوبل فلسطینی ځوان هم شهید شو .
دغې ورځپاڼې همدااراز لبنان ته دسعودي عربستان دپاچا دسفر په لغوه کیدا هم یوه مقاله لیکلي ده . دغې ورځپاڼې پخپلې مقالې کې لیکلي دي دسعودي عربستان رژیم د پاچا ملک سلمان بیلابیلو هیوادونو ته دسفرونو دلړۍ په پړاؤ کې لبنان ته د سفر د لغوه کولو دلیل هم دلبنان دحزب ا.... ولسی غورځنګ په ملاتړ کې د دغه هیواد دولسمشر میشل عون دریځونه بللي دي . په مقالې کې لیکل شوي دي ،دلبنان النهار انټرنیتي سایټ راپورو رکړی دسعودي عربستان پاچا دحزب ا... ولسی مبارز غورځنګ په وړاندې دلبنان د ولسمشر میشل عون د وروستیو دریځونو په علت بیروت ته خپل سفر لغوه کړی دی .
راپورښئ دلبنان له حکومت سره دسعودي رژيم د مرستو په چوکاټ او دغه راز د عربی او نورو نړیوالو هیوادونو پّه وړاندې د خپلو ژمنو وفادارۍ ته د دغه هیواد د هڅولو په چوکاټ کې دسعودی پاچا ملک سلمان ټاکل شوې وه چې په روانې میاشت کې لبنان ته سفر وکړي .
ټاکل شوې وه،ملک سلمان په دغه سفر کې دلبنان له حکومته اوڅاره اقتصادي ملاتړونه وکړي ، خو د لبنان د حزب ا...غورځنګ په باب دلبنان د ولسمشر میشل عون کړچار دغه موضوع له ستونزې سره مخ کړې ده .
سعودي عربستان باوري دی میشل عون د حزب ا... ولسی غورځنګ وسلو ته یو ډول رواوالی ورکړی دی ، ځکه چې هغه د حزب ا.... وسلې دلبنان دپوځ لپاره بشپړونکي وسلې بللي او دهغو شتون ئې اړین بللی دی .
د لبنان ولسمشر په همداوروستیو کې له سی بی سی ټيلویژني چینل او د مصر الاهرام ورځپاڼې سره په خبرو کې په ډاګه د لبنان له پوځ سره د اسلامی مقاومت دملګرتیاد دوام ، دحزب ا... د وسلو ضرورت له تفکیری ترهه ګرۍ سره دجنګ لپاره په سورئې کې دحزب ا... غورځنګ شتون او د سورئې له حکومت سره خبرې او د دغه هیواد دبحران دسیاسی حل بشپړ ملاتړ کړی دی .
= داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دي ، دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سیمه ایزو جنګونو څخه دامریکا دویستلو په باب له شعارونو سره سره دیمن خبرې سرچینې وائي شته شواهد او مدرکونه ددې ښودنه کوي چې په یمن دامریکا وروستۍ حملې نیغ په نیغه د ډونالډ ټرمپ په حکم او دالقاعدې دترهه ګرو په وسلو د سنبالولو لپاره ترسره شوي دي .
د ترکیې دوطن ګوند مشر دوغو پرینچک خبرداری ورکړی دواکمن عدالت او پراختیا ګوند په داخل کې به دګولن له تشکیلاتو سره اړونده کسان دغه ګوند او هم ترکیه هیواد له خطرناکو جنجالونو سره مخامخ کړي .
دامریکا دمخکیني ولسمشر اوباما په پړاؤ کې د د ډونالډ ټرمپ دخبرواترو د آوریدو په باب دامریکا داوسني ولسمشر په څرګندونو او د امریکا دپخواني لوئ څارنوال له خوا ئې په تائيدیدا پسط د امریکا دسیاسی مشرانو ترمینځ اطلاعاتي جنګ اوج ته رسیدلی او داسې ښکاري که دغه جنګ دوام وکړي نو ښائي داسې ځيني موضوعګانې هم رابرسیره شي چې دامریکا دملی امنیت لپاره سخت ګوزار وي .
دجنوبی کوریا دپوځ لوئې درستیزوالۍ په یوې اعلامیې کې ویلی دي ، شمالی کوریا دختیځي سمندر (جاپان) په لور لرواټنه څلور بالسټیک توغندي ویشتي دي چې دا خبره دسیمې له سختې شخړې سره دلاس اوګریوان کولو لپاره یوه بله دسیسه ده .
دفرانسې ،انګلستان اورومانیا درو هیوادونو ولس یو ځل بیا له اقتصادي بحران سره دخپلو سیاستوالانو لاس اوګریوان کیدا او په فساد ئې ککړیدا باندې په اعتراض کې بیا واټونو ته مخه کړې ده ، چې دغې چارې یو ځل بیا د اروپائي چارواکو اندیښنې زیاتې کړي دي .
دافغانستان په ننګرهار او کنړ او دغه راز یو شمیر نورو ولایتونو کې د حکومتي او مخالفو وسله والو ځواکونو ترمینځ نښتو او بمي چاودنو په لسګونو کسان قرباني کړي دي چې ویل کیږي زیاتره پکې عام افغانان دي .
دپاکستان په خیبر ایجسنۍ کې د دغه هیواد د پوځ د ردالفساد ،نومې پاکونکو عملیاتو په دوام کې د وسله والو ترهه ګرو په پټنځایونو حملو کې اته ترهه ګرهلاک اودهغوي یو شمیر پټنځایونه هم تباه شوي دي .
په کراچۍ کې هم د پوځ اورینجرز په پاکونکو عملیاتو کې دلښکر جنګوي جنایتکارې ترهه ګرې ډلې په پټنځاي په چاپې سره له ترهه ګرو سره نښتي چې په نتیجې کې ئې د دغې تکفیری ډلې یو جنایتکار او مهم کمانډر په چاچا مشهور دلدار هلاک او دهغه نور څلور خطرناک ترهه ګر نیول شوي دي او دهغوي له هغه ځايه په سلګونو کلوګرامه چاودیدونکي توکي په لسګونو کلاشنکفونه اونور تجهیزات اووسایل کشف اوضبط شوي دي ، داهم ویل شوي چې په دغه پټنځاي کې له تیرو شپږو کلونو راهسې د دغې ترهه ګرې تکفیری دلې جنایتکارو بمونه جوړول او د دغه ستر بندري ښار دخلکو ژوند ئې تریخ کړی دی .
= اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينوورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له دتاسو سره ئې هم شریکې کوو .
( البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي )
د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو پخپلو نننیو ګڼو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په تړاو د ولسمشر غني د وروستیو څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د راتلونکي کال د پارلماني ټاکنو لپاره لازم ګامونه پورته شوي او په دغه بهیر کې به د هر ډول لاسوهنې مخنیوی وکړي.
په سرمقاله کې راغلي، ښاغلي غني تېره ورځ د ملي شورا په پرانیست غونډه کې د راتلونکو ټاکنو په روڼوالي ټینګار وکړ او ویې ویل د ترسره کولو لپاره یې د دولت سیاسي اراده پیاوړې ده.
په سرمقاله کې راغلي چې ښاغلي غني ویلي، د افغان دولت د مشرتابه ژمنه ده چې له لاسوهونکو سره به پرېکنده چلند کوي او سرغړونکي به د قانون له مخې مجازات شي.
خو سرمقاله لیکونکي ته دا خبره ټوکه ښکاري او پوښتنه یې مطرح کړې چې ایا رېښتیا هم ولسمشر او اجرائیه رئیس خپلواکې ټاکنې غواړي؟
ده خپلې سرمقالې ته هم دا عنوان ورکړی، راتلونکې ټاکنې او د روڼتیا ټوکه.
خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله کې ټینګار کړی چې افغان حکومت پر خپل وخت ټاکنو او خپلواکۍ ته یې ژمن دی.
د هېواد په سرمقاله کې په دې اړه راغلي، د افغانستان خلک باید داسې ولسواک نظام ولري چې بنسټونه یې غښتلي وي او د دغو بنستونو ترمینځ یې پوره همغږي موجوده وي.
سرمقاله لیکونکي لیکلي، د دې لپاره عادلانه او سراسري ټاکنو ته اړټیا ده او افغان حکومت ورته ژمن دی.
په سرمقاله کې دا هم راغلي چې ولسمشر په جدیت سره دا بهیر څاري او کلکه اراده لري چې ټاکنې سمې ترسره شي او د خلکو باور پرې راټول وي.
سرمقاله لیکونکي دا د ولسواک نظام د ټینګښت لپاره یو مهم شرط ګڼلی دی.
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې خلکو ته دوه زیري لرل، یو دا چې راتلونکې ټاکڼې به رڼې وي او بل دا چې دغه ټاکنې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مداخلې پرته ترسره کېږي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، په داسې هېواد کې چې تراوسه یې رڼې ټاکنې نه دي لرلي دا خبرې د خلکو د رأیو راټولونو او د ټاکنو د اعتبار برخه کې زیري ورکوونکي دي.
خو ورسته خبره یې بیا دا ده، په داسې حال چې ولسمشر د رڼو انتخاباتو خبره کوي په انتخاباتو پورې اړوند مسؤلو بنسټونو د دغه امر د تحقق په برخه کې ان یو ګام هم نه دی پورته کړی.