صهونیسټانو اودهغوي ملګرو داسلامی مقاومت په مقابل کې دریدلی دي .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجاني نن په تهران کې د دقربانۍ د ولولې په نړیوال کانګرس کې پخپلې وینا کې دې ته په اشارې سره چې په عراق او سورئې کې کې شخړې د مقاومت او غیر مقاومت دلانجې ښودنه کوي ،وویل ؛ دشهیدانو میّندې اوکورنۍ په هغه میراث کې چې ئې له ځانه پريښودلي دي ، شهیدانو سره ونډه لري .
ډاکټر لاریجاني زیاته کړې ، دشهیدانو مینّدو د هغوي په روزلو کې لوي رول درلودلی او که دکورنۍ په چاپيریال کې د مجاهدت او جهادي روحیه نه وائ ، نو دغه شان صحنه به هیڅکله هم نه رامینځةشوي .
دایران د اسلامی شورا مشر ددې خبرې په کولو سره چې په اوسنۍ نړۍ کې انسانان دشهادت اوسرښیندنې له اساسی مفهومه لیرې شوي دي وویل ؛ مسلمانان ویاړي چې داسلام د دین اولیاؤ دهغوي په اوسني ژوند کې دشهادت او سرښیندنې مفهوم ورزده کړی دی .
دایران داسلامی شورا مشر همداراز دشهیدانو دمیّندو او ماندینو دقدرونې په دستورو کې دشهیدانو مقام په تیره بیا دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دیوه شهید کمانډر شهید عماد مغنیّه دمور ډير احترام وکړ.
په دغو دستورو کې دڅو هیوادونو دښهیدانو میّندو ،ماندینو او بچیانو ګډون درلود.