عربستان په نړۍ کې د ترهه ګرۍ ملاتړې دې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i43374-عربستان_په_نړۍ_کې_د_ترهه_ګرۍ_ملاتړې_دې
د امریکا هافینګټن پوسټ ورځپاڼۍ اعتراف وکړ چی عربستان او وهابیت په نړۍ کې د ترهه ګرۍ حقیقی ملاتړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2017 11:19 Asia/Kabul
  • عربستان په نړۍ کې د ترهه ګرۍ ملاتړې دې

د امریکا هافینګټن پوسټ ورځپاڼۍ اعتراف وکړ چی عربستان او وهابیت په نړۍ کې د ترهه ګرۍ حقیقی ملاتړی دی .

د نوموړی ورځپاڼۍ د راپور له مخې هغه ۶۱ ډلې چی د امریکا خارجه وزارت هغه د ترهه ګرو په لیسټ کې راوستی دی ، اکثره یې د وهابیت تر نفوذ او یا د عربستانی چارواکو تر ملاتړ لاندې دی .

دغه ورځپاڼه لیکی چی په ټولو روښانه ده چی عربستان د داعش او النصره جبهې په شمول له تکفیری او ترهه ګرو ډلو مالی او پوځی ملاتړونه کوی  او د بیګناه انسانانو  په وژله کې  مهم رول لری .

د هافینګټن پوسټ ورځپاڼۍ په  لیکنه امریکا باید خپل پراختیا غواړی او تیری ګر سیاستونه او همداراز له ترهه ګرۍ د ښکاره ملاتړ کونکیو دولتونو حمایت ختم کړی .

دغه ورځپاڼه لیکی امریکا  باید د افراطی او ترهه ګرو ډلو د کڼترولولو لپاره د عربستان د دروغجنو او دوکه ورکونکیو هلو ځلو ستاینه ونکړی او باید له هغو هیوادونو سره چی په پټه د ترهه ګرۍ ملاتړ کوی ، سخت چلند وشی .