امریکا له برجام وروسته د ایران د توانمنیو پیاوړتیا ومنله
په ملګرو ملتو کښې د امریکا استازې وویل: برجام د ایران د توانمنۍ لامل شوئ او پر دغه هیواد یې د بندیز بیا اعمالول مشکل کړی دی.
د ایپک سایټ له قوله د ایرنا د راپور په اساس، په ملګرو ملتو کښې د امریکا استازې میرمن نیکی هیلی چې پرون یې د امریکا-اسرائیل د عمومی چارو د کمیټې په کلنی کنفرانس یعنی ایپک کښې وینا کوله، د نړیوالو بایکاټونو په لیرې کولو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت مهمې لاسته راوړنې ته اشاره وکړه او ویې ویل: پر یوه هیواد بندیز لګول کیدئ شی، خو کله چې بندیزونه لیرې شی، نو بیا یې لګول دومره آسانه ندی.
هغې زیاته کړه: له ایران سره موافقه یواځې د ایران او روسیې پر توانمن کیدا بدله شوه او ایران ته یې دا جرائت ورکړ چې هر څه ته چې وغواړی، ورسیږی.
نیکی هیلی همداراز په ملګرو ملتو کښې د صهیونیسټی رژیم په ضد پر رامینځته شوې فضا نیوکه وکړه او ویې ویل: پکار دی اجازه ورنکړل شی، د اسرائیل پر ضد د ښارګوټی جوړونې د پریکړه لیک په شان یو څه بیا په امنیت شورا کښې تصویب شی.
امنیت شورا تیر کال د فلسطین په نیواکی ټاټوبیو کښې د صهیونیسټی رژیم د ښارګوټو جوړونې پر ضد یو پریکړه لیک تصویب کړ او امریکا دغه پریکړه لیک ته منفی رایه ورکړه.