د جرمنی پولیسو یو افغان طالب قوماندان ونیو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i43908-د_جرمنی_پولیسو_یو_افغان_طالب_قوماندان_ونیو
په جرمنی کې پولیسو ویلی چې د ١٦ ؤ امریکایی او افغان سرتیرو پر وژلو تورن افغان طالب قوماندان یې نیولى دى.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2017 08:42 Asia/Kabul
  •  د جرمنی پولیسو یو افغان طالب قوماندان ونیو

په جرمنی کې پولیسو ویلی چې د ١٦ ؤ امریکایی او افغان سرتیرو پر وژلو تورن افغان طالب قوماندان یې نیولى دى.

جرمنی رسنیو خبر ورکړى چې نیول شوى طالب قوماندان عبدالله نومبږی او خواوشا ۳۰ کاله عمر لری.

رسنۍ لیکی چې دغه طالب قوماندان تبره اونۍ په بواریا یا بایرن ایالت کې نیول شوى او اوس تر پلټنو لاندې دى.

د جرمنی څارنوالۍ ویلی چې قوماندان عبدالله په ۲۰۰۲ کال کی له طالبانو سره یو ځاى شوى و او په ۲۰۰۴ کال کې د څو وسله والو قوماندان شو، او سپکې او درنې وسلې یې ترلاسه کړې.

سرچینې ویلی چې دغه قوماندان د نورو بریدونو تر څنګ د افغان او امریکایی ځواکونو پر یوه کاروان برید کې هم لاس درلود چې په ترڅ کې یې ۱۶ امریکایی او افغان سرتیری وژل شوی وو.