امریکاله ترهه ګروپه ملاتړسره خپلوپراختیاغواړو موخو ته نشی رسیدلی
زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی ایران دفاع وزیر سردار حسین دهقان نن په ماسکو کې دنړیوال امنیت په شپږمې غونډې کې پخپلې وینا کې ټینګار کړی ایران به دامریکا او دسلطې تر نظام دلاندې هیوادنو دهرډول ګواښ په مقابل کې جدی مقاومت او مقابله وکړی .
هغه زیاته کړې ، دملتونو دبرخلیک ټاکل د نورو هیوادنوو په داخلی چارو کې نه لاسوهنې او ملی حاکمیّت ته احترام ، دلودیځّ په تیره بیا د امریکا په غیر قانونی اقداماتو سره له خطرې سره مخامخ شوی دی .
سردار حسین دهقان روښانه کړې ، دامریکا دنوی ولسمشر په فیصلو ، کړچار او خبرو کې په بې مسئولیتۍ سره دنړیوال امنیت ګواښل ، او همداراز له تکفیری ترهه ګرو ډلو د واشنګټن ،اسرائیلو ،انګلستان او عربستان دملاتړونو دوام پراخ شوی دی .
دایران دفاع وزیر په نړۍ کې دبې ګناه خلکو د وژلو په وړاندې دنړیوالو حقوقی اورګانونو چپتیا او دوه ګوڼو معیارونو اعمالیدو ته په اشارې سره وویل ، نړۍ له ترهه ګرو سره چورلټې مبارزې او د ترهه ګرو چینلونو د عواملو ودې او راپورته کیدا دله مینځه وړلو لپاره جدی ارادې ته اړیتا لری .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې تهران د ډل وژونکو وسلو له هرډول تولید ، انبارولو او کارولو سره مخالف دی ټینګار وکړ ، په مینځنی ختیځ کې داسرائیلی رژیم د ایټمی وسلو دختمولو لپاره په نړیوالې ارادې سره به، دسیمې امنیت تضمین شی .
دماسکو امنیت نړیواله غونډه نن پیل شوې چې په دغې غونډې کې په سورئې ،یمن او عراق کې د ترهه ګرۍ او تکفیری بهیرونو ارزول او په سیمې کې ئې پراختیا او دمینځنی ختیځ او نړۍ دنوو بدلونونو سپړل دماسکو دنړیوالې غونډې چورلیزونه دی