په هند کښې هرکال څه باندې دولس زره کروندګر ځانونه وژني
May 04, 2017 03:15 Asia/Kabul
په هندوستان کښې د کرهڼې د برخې په کارګرانو ا بزګرو کښې هر کال څه باندې ۱۲ زره کسان د وچکلۍ او له بانکونو او مالي موسسو د اخیستو پورونو په ستنولو کښې د ناکامۍ په وجه ځانونه وژني.
د ایرنا د خبر له مخې د هندوستان حکومت پرون د دغه هیواد سترې محکمې ته په یو رپورټ کښې وویل: په ۲۰۱۵ کال کښې د کروندګرو د حالاتو د ښه کولو لپاره له هلوځلو سره سره په ټول کښې ۱۲ زره ا و ۶۰۲ کسانو خودکشي کړې ده چې پکښې اته زره بزګران او پاتې نور د کرهڼې د برخې کارګران وو.
په ټولنیزه برخه کښې فعالو غیرحکومتي ډلو د برزګرانو د وضعې په ښه کولو او د ځان وژنې د شمیر په کمولو کښې د ناکامۍ په وجه په ځلونو د هندوستان پر حکومت نیوکه کړې ده.
ټیګونه