هندي پوځ په کشمیر کښې اته تنه ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i48546-هندي_پوځ_په_کشمیر_کښې_اته_تنه_ووژل
د هندوستان پوځ په باره مولا او ترال پلواما سیمو کښې د اتو کشمیریانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2017 15:47 Asia/Kabul
  • هندي پوځ په کشمیر کښې اته تنه ووژل

د هندوستان پوځ په باره مولا او ترال پلواما سیمو کښې د اتو کشمیریانو د وژل کیدو خبر ورکړ.

د هند پوځ نن مدعي شو چې دغه کسان هغه مهال د دوي د ډزو هدف وګرځیدل چې له پاکستان څخه یې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ته د اړیدو نیت درلود.

له دغې پیښې وروسته د کشمیر خلکو د نریندر مودي په ځپونکو او تیري ګرو سیاستونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې او د هندوستان د امنیتي ځواکونو په حمله کښې د کشمیر د خلکو وژله یې وغندله.