په قزاقستان کښې د شانګهائی د ملګرتیا غونډه شروع شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i49534-په_قزاقستان_کښې_د_شانګهائی_د_ملګرتیا_غونډه_شروع_شوه
د قزاقستان جمهوریت په پائېتخت آستانه کښې د شانګهائی د ملګرتیا د تنظیم سرمشریزه غونډه شروع شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2017 10:16 Asia/Kabul
  • په قزاقستان کښې د شانګهائی د ملګرتیا غونډه شروع شوه

د قزاقستان جمهوریت په پائېتخت آستانه کښې د شانګهائی د ملګرتیا د تنظیم سرمشریزه غونډه شروع شوې ده.

د تاس خبری اژانس د نننی رپوټ له مخې د کرېملېن د ماڼۍ یو لوړ رتبه  چاراکی یوری اوشاکوف وویل، په دغه غونډه کښې له ترهه ګرۍ سره مبارزه، د مینځنی ختیځ  او افغانستان بدلونونه او د ایران د اسلامی جمهوریت د غړیتوب غوښتنه څېړل کیږی. په دغه غونډه کښې به همدارنګ د هند او پاکستان غړیتوب هم رسمی شی.

د شانګهائی د ملګرتیا د تنظیم سرمشریزه غونډه به د یولسو سندونو په لاسلیکېدو سره ختمه شی.