دشانګهایی د ملګرتیا موسسې غونډه پاې ته ورسیدله .
-
ایران همداس اوس دشانګهايي دملګرتیا موسسې څارونکی غړی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د شانګهایی د ملګرتیا موسسې دمشرانو اولسمه(۱۷) غونډه چې د غړیو هیوادونو د لوړتبه چارواکو په ګډون سره دقزاقستان په پلازمینې استانه کښې پیل شوی وه پرون مازیګر ختمه شوه .
په دغه غونډې کښې دایران ، روسیې ، چین، قزاقستان ، قیرغیزستان، تاجیکستان، مغولستان، ترکمنستان ، هند او پاکستان چارواکو ګډون درلود .
دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم دایران دپلاوی دمشر په توګه په دغه غونډې کښې ګډون کړی وو .
په تهران کښې د تیرې چهارشنبې ورځ د ترهګرو حملو غندل ، دخبرو اترو له لارې د سیمې دعربو هیوادونو ترمینځ د وروستی تاوتریخوالی په حل کیدا ټینګار ، په مینځنی ختیځ کښې له ترهګرې سره دمبارزې په ضرورت ټینګار او دغه راز د دوه اړخیزه او څو اړخیزه ملګرتیاو پراختیا په استانه کښې د مختلفو هیوادونو له چارواکو سره د ایران دخارجه وزیر دخبرو چورلیزونه وو .
دشانګهایی د ملګرتیا موسسې غونډه په داسې حال کښې پاې ته ورسیدله چې پاکستان او هند ددغه موسسې دایمی غړی شول او زیات احتمال شته چې په راتلونکو غونډو کښې ایران هم ددغه موسسې دایمی غړی شی .
ایران همداس اوس دشانګهایی دملګرتیا موسسې څارونکی غړی دی