چین د درې اړخیزه غونډې لپاره چمتو شوی .
-
دافغانستان حکومت له طالبانو سره خبرو او پاکستان سره صلح ته چمتو دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د چین ولسمشر شی جین پینګ پرون په استانه کښې دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې هیواد یې د پاکستان، چین او د افغانستان د درې اړخیزه غونډې دترسره کولو لپاره چمتو دی وویل افغانستان له نړیوالې ترهګرۍ سره په لومړۍ کرښې کښې ولاړ دی او له ترهګرۍ سره د مبارزې او دهغې د له مینځه وړلو لپاره باید ډیرې نړیوالې اوسیمې ایزې هڅې او غږملتیاوې وشی .
دچین ولسمشر وویل دغه هیواد چمتو دی چې افغانستان د دفاعی او امنیتی ځواکونو په اړتیا وړ وسایلو او دترهګرې ضد په تجهیزاتو سمبال کړی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم په هیواد کښې ترهګرو حملو ته په اشارې سره وویل ضروری ده چې دسیمې او دنیا هیوادونه دترهګرۍ دله مینځه وړلو او کنټرول لپاره واحده ستراتژۍ غوره کړی .
هغه وویل دافغانستان حکومت له طالبانو سره خبرو او پاکستان سره صلح ته چمتو دی او دغه موضوع دکابل په وروستی کانفرنس کښې هم مطرح شوه خو په دې زمینه کښې سیمه ایزه ملګرتیا او قوی نړیواله ژمنه ضروری ده .