په امریکا کښې دبشری حقوقو خلاف ورزۍ کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50462-په_امریکا_کښې_دبشری_حقوقو_خلاف_ورزۍ_کیږی
زمونږ خبریال وایی دبخښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټی اینټرنیشنل په امریکا کښې دبشری حقوقو په سیسټاماټیکې خلاف ورزۍ نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2017 00:46 Asia/Kabul
  • په امریکا کښې له بندیانو سره ډیر بد چلند کیږي .
    په امریکا کښې له بندیانو سره ډیر بد چلند کیږي .

زمونږ خبریال وایی دبخښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټی اینټرنیشنل په امریکا کښې دبشری حقوقو په سیسټاماټیکې خلاف ورزۍ نیوکه وکړه .

دبخښنې نړیوالې موسسې(Amnesty International) په امریکا کښې دبشری حقوقو د حالت په اړه په یوه(۱) راپور کښې وویل امریکا د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر یولسمې(۱۱) نیټې له حملو وروسته د جاسوسۍ ادارې سی ای ای (CIA)د پروګرامونو پراساس د خلکو د تښتولو او دیا دشکنجه کولو په شمول د بشری حقوقو  دسیسټاماټیکو خلاف ورزیو د خوندی توب  د ختمولو لپاره هیڅ ډول اقدام نه دی ترسره کړی .

د بخښنې دنړیوالې موسسې په راپور کښې ویل شوی دی امریکا په تیر میلادی کال او دغه راز له دوو (2)کلونو  راهسې چې ددغه هیواد په مشرانو جرګې سینا کښې یوې کمیټۍ د سی ایی ای تر هدایت لاندې په پټ ډول دخلکو دنیولو په پروګرام  کښې له بندیانو سره دبد چلند په اړه یو(۱) راپور خپور کړی تراوسه ددغو جرمونو په وړاندې هیڅ ځواب نه دی ورکړی .

دبخښنې نړیوالې موسسې ایمنیسټی اینټرنیشل وویل دامریکا په فیډرالی او ولایتی زندانونو کښې له کډوالو او مهاجرینو سره د کړچار او دهغوې دڅنګ ته کولو او دحالاتو دکنټرولولو په بهیر کښې له زور څخه د استفادې په ارتباط اندیښنې اوس هم دوام لری .