ماسکو د سوریې خلاف د واشنګټن اقداماتو ته مناسب ځواب ورکوي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د کیمیاوي حملې لپاره د سوریې د پوځ د چمتو کیدو په هکله د سپینې ماڼۍ ادعا غیرعقلي او خطرناکه ده، څرګنده کړه: ماسکو د سوریې خلاف د واشنګټن راپارونکو اقداماتو ته مناسب ځواب ورکوي.
د ایرنا د خبر له مخې سرګئي لاوروف پرون وویل چې د امریکې دا ادعا ډیره خطرناکه ده ځکه چې ترهګر ترینه د داسې حملې لپاره ګټه پورته کوی شي او بیا به ووايي چې دا د سوريې د پوځ کار دی.
سرګئي لاوروف همداشان وویل چې امریکايي چارواکي کیمیاوي حملې ته د سوریې د پوځ د چمتووالي په هکله د خپلې ادعا په هکله د شواهدو له وړاندې کولو ډډه کوي او دا یو غیرعقلي کړنلاره ده او معلومه نه ده چې واشنګټڼ که کومه اطلاع لري نو د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره یې ولې نه وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه چې واشنګټن په امریکې باندې په هیکري حملې د روسیې په تورنولو کښې هم دغه شان کړچار درلود.