هندي ځواکونو په کشمیر کښې درې کسان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i51178-هندي_ځواکونو_په_کشمیر_کښې_درې_کسان_ووژل
د هندوستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر کښې درې مخالف وسله وال ووژل.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 02, 2017 03:37 Asia/Kabul
  • هندي ځواکونو په کشمیر کښې درې کسان ووژل

د هندوستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر کښې درې مخالف وسله وال ووژل.

د ایرنا د خبر له مخې دغه درې وسله وال پرون د کشمیر د اننتناګ سیمې په برنتي نومي کلي کښې د هندوستان له امنیتي ځواکونوسره په نښته کښې د ډزو له امله ووژل شول.

په کشمیر کښې د معترضانو او د هندي ځواکونو ترمینځ د نښتو په نوي پړاو کښې چې له تیر کال څخه پیل شوی، کابو دوه سوي کشمیریان وژل شوي او زرګونه نور زخمي شوي یا نیول شوي دي.