اسرائیل پر بیت المقدس هیڅ مالکییت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i51390-اسرائیل_پر_بیت_المقدس_هیڅ_مالکییت_نه_لري
د ملګرو ملتو روزنیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) ټینګار وکړ: صهیونیسټي رژيم پر بیت المقدس هیڅ مالکیت نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2017 02:04 Asia/Kabul
  • اسرائیل پر بیت المقدس هیڅ مالکییت نه لري

د ملګرو ملتو روزنیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) ټینګار وکړ: صهیونیسټي رژيم پر بیت المقدس هیڅ مالکیت نه لري.

UNESCO بیګا په یو پریکړه لیک کښې پر دې ټکي په ټینګار سره چې اسرائیل پر بیت المقدس هیڅ مالکیت نه لري، په نیواکي قدس کښې د دغه رژيم کیندنې وغندلې.

د قدس مقدس ښار له ۱۹۶۷ کال راهیسې د اسرائیلو په نیواک کښې دی.

یونیسکو د روان کال د مۍ میاشتې په دویمه نیټه هم د یو پریکړه لیک په تصویبولو سره صهیونیسټي رژيم په بیت المقدس او غزې تړانګه کښې د نړیوالو اصولو په خلاف ورزۍ تورن کړ او اسرائیل یې د یو نیواکګر ځواک په توګه بللي وو.