هند او د قدس نیواکګر رژیم ترمینځ اوه تړونونه لاسلیک شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i51450-هند_او_د_قدس_نیواکګر_رژیم_ترمینځ_اوه_تړونونه_لاسلیک_شول
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږی چی د هندوستان خلکو په ځلونو د مظاهرو په ترسره کولو سره د فلسطینانو پرضد د صیهونیسټ رژیم جنایتونه غندلی او د اسراییلو له رژیم سره یې په خپلو اړیکو کې د هند دولت د بیا کتنې غوښتنه کړی ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2017 00:46 Asia/Kabul
  • هند او د قدس نیواکګر رژیم ترمینځ اوه تړونونه لاسلیک شول

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږی چی د هندوستان خلکو په ځلونو د مظاهرو په ترسره کولو سره د فلسطینانو پرضد د صیهونیسټ رژیم جنایتونه غندلی او د اسراییلو له رژیم سره یې په خپلو اړیکو کې د هند دولت د بیا کتنې غوښتنه کړی ده

د هندوستان لومړی وزیر د خپل هیواد د خلکو غوښتنې ته په بې پامی سره پرون د صیهونیسټ رژیم له لومړی وزیر سره کتنه او د تسلیحاتی تړون په شمول د دوه اړخیزو ملګرتیاو  ۷ تړونونه لاسلیک کړل .

نریندر مودی د هند د لومړی وزیراعظم په توګه د قدس نیواکی ټاټوبیو ته په خپل درې ورځنی سفر په چوکاټ کې د نهې په ورځ تل ابیب ته ولاړ .

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږی چی د هندوستان خلکو په ځلونو د مظاهرو په ترسره کولو سره د فلسطینانو پرضد د صیهونیسټ رژیم جنایتونه غندلی او د اسراییلو له رژیم سره یې په خپلو اړیکو کې د هند دولت د بیا کتنې غوښتنه کړی ده .

دپلان شویو پروګرامونو په اساس مودی به په دغه سفر کې یوازې له صیهونیستی مقاماتو سره کتنه کوی  او د فلسطین د نیواکی ټاټوبیو د اصلی خاوندانو په توګه به له فلسطینی چارواکو سره کتنه ونکړی .

نیواکی فلسطین ته د مودی سفر د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره  له کتنې یوازې یوه اونۍ وروسته ترسره کیږی .

ټرمپ د صیهونیسټ رژیم د انسانی ضد او غیر قانونی اقداماتو یو اصلی ملاتړې دې .