هند او د قدس نیواکګر رژیم ترمینځ اوه تړونونه لاسلیک شول
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږی چی د هندوستان خلکو په ځلونو د مظاهرو په ترسره کولو سره د فلسطینانو پرضد د صیهونیسټ رژیم جنایتونه غندلی او د اسراییلو له رژیم سره یې په خپلو اړیکو کې د هند دولت د بیا کتنې غوښتنه کړی ده
د هندوستان لومړی وزیر د خپل هیواد د خلکو غوښتنې ته په بې پامی سره پرون د صیهونیسټ رژیم له لومړی وزیر سره کتنه او د تسلیحاتی تړون په شمول د دوه اړخیزو ملګرتیاو ۷ تړونونه لاسلیک کړل .
نریندر مودی د هند د لومړی وزیراعظم په توګه د قدس نیواکی ټاټوبیو ته په خپل درې ورځنی سفر په چوکاټ کې د نهې په ورځ تل ابیب ته ولاړ .
دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږی چی د هندوستان خلکو په ځلونو د مظاهرو په ترسره کولو سره د فلسطینانو پرضد د صیهونیسټ رژیم جنایتونه غندلی او د اسراییلو له رژیم سره یې په خپلو اړیکو کې د هند دولت د بیا کتنې غوښتنه کړی ده .
دپلان شویو پروګرامونو په اساس مودی به په دغه سفر کې یوازې له صیهونیستی مقاماتو سره کتنه کوی او د فلسطین د نیواکی ټاټوبیو د اصلی خاوندانو په توګه به له فلسطینی چارواکو سره کتنه ونکړی .
نیواکی فلسطین ته د مودی سفر د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره له کتنې یوازې یوه اونۍ وروسته ترسره کیږی .
ټرمپ د صیهونیسټ رژیم د انسانی ضد او غیر قانونی اقداماتو یو اصلی ملاتړې دې .