د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې عمومی اعتصاب شروع شو
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د حزب المجاهدین د قوماندان برهان مظفر وانی د وژلې د وړومبۍ کلیزې په موقع په دغه سیمه کښې عمومی اعتصاب یا هړتال شروع شو.
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر خلقو نن د کشمیر د حریت کانفرنس د مشرانو سید علی ګیلانی، میر واعظ عمر فاروق او محمد یاسین ملک په غوښتنه له نن څخه عمومی اعتصاب شروع کړ.
د دغه اعتصاب له اعلان سره سم په سیمه کښې پوهتنونونه او نورې تعلیمی او تجارتی ادارې او بازارونه وتړل شول او د هند حکومت د انټرنېټی رابطې په پرې کولو سره په مختلفو سیمو کښې سخت امنیتی تدابیر ټینګ کړل.
سید علی ګیلانی، میر واعظ عمر فاروق او محمد یاسین ملک چې د حریت کانفرنس مشران او په کورونو کښې نظر بند دی له کشمیری خلقو وغوښتل چې د مظفر وانی د قتل د وړومبۍ کلیزې په موقع د یوې هفتې لپاره دې مظاهرې او لاریونونه شروع کړی او د جولائۍ په اتمه او دیارلسمه نېټه دې عمومی اعتصاب وکړی.