هندي ځواکونو په کشمیر کښې بیا درې کسان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i52132-هندي_ځواکونو_په_کشمیر_کښې_بیا_درې_کسان_وژلي_دي
د هندوستان پولیسو ویلي چې د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر کښې پرون درې وسله وال له هندي پوځیانو سره په نښته کښې وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2017 03:37 Asia/Kabul
  • هندي ځواکونو په کشمیر کښې بیا درې کسان وژلي دي

د هندوستان پولیسو ویلي چې د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر کښې پرون درې وسله وال له هندي پوځیانو سره په نښته کښې وژل شوي دي.

د وسله والو کسانو او حکومتي ځواکونو ترمینځ دغه نښته د سرینګر ښار د سویل په پنځوس کیلومیټرۍ کښې په یو کلي کښې رامینځته شوه.

د هندي پولیسو ویاند وايي چې په پرونۍ نښته کښې درې وسله وال وژل شوي او له شپږو زیات زخمي شوي دي.

رپورټونه وايي د نښتې د دوام پر مهال د سیمې خلکو د پيښې ځاې ته د نزدې کیدو هڅه وکړه خو پولیسو په ډز او اوښلن ګیس سره د هغوي مخه ونیوله.

د هند د امنیتي ځواکونو لخوا د حزب المجاهدین د یو مشر مظفر واني د قتل په وړومبۍ کلیزه کښې د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې شخړې او نښتې زیاتې شوې دي.