صیهونیسټ رژیم د عراق د ویشلو ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i52748-صیهونیسټ_رژیم_د_عراق_د_ویشلو_ملاتړ_وکړ
د عراق ویشل د صیهونیسټانو او امریکایانو غوښتنه ده ، ځکه چی صیهونیسټان د عراق د کردستان د تیلو غوښتونکی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2017 01:47 Asia/Kabul
  • صیهونیسټ رژیم د عراق د ویشلو ملاتړ وکړ

د عراق ویشل د صیهونیسټانو او امریکایانو غوښتنه ده ، ځکه چی صیهونیسټان د عراق د کردستان د تیلو غوښتونکی دی

زمونږ خبریال راپور راکوی د صیهونیسټ رژیم د عدلیې وزیرې میرمن  ایلت شاکید د عراق د کردستان د بیلتون د ټول پوښتنې په اړه ادعا وکړه کردان واقعا د خپلواکه دولت د درلودلو شایستګی لری .

 میرمن شاکید د عراق ویشل د صیهونیسټ رژیم په ګټه وبلل او ویې ویل د کردی حکومت جوړیدا د حایل په توګه عمل کولې شی او د اسراییلو لپاره  به مهم متحد وی .

د عراق ویشل د صیهونیسټانو او امریکایانو غوښتنه ده  ، ځکه چی صیهونیسټان د عراق د کردستان د تیلو غوښتونکی دی .

د عراق خلک او حکومت د کردستان د بیلتون د ټول پوښتنې مخالف دی .

د عراق لومړی وزیر حیدر العبادی پرون یو ځل بیا ټینګار وکړ چی د دغه هیواد د کردستان سیمې ټول پوښتنه غیر قانونی او د عراق د اساسی قانون مخالفه ده .