د کشمیر خلکو د فلسطینیانو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i52926-د_کشمیر_خلکو_د_فلسطینیانو_په_ملاتړ_کښې_مظاهرې_وکړې
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر مسلمانانو د صهیونیسټي ضده مظاهرو په کولو سره د اسرائیل رژيم د جنایتونو په وړاندې د فلسطینیانو ملاتړ وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2017 03:14 Asia/Kabul
  • د کشمیر خلکو د فلسطینیانو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر مسلمانانو د صهیونیسټي ضده مظاهرو په کولو سره د اسرائیل رژيم د جنایتونو په وړاندې د فلسطینیانو ملاتړ وکړ.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پټان سیمه کښې لمونځ کونکو د کاروانِ اسلامي غورځنګ د مشر مولوي غلام رسول عامي په امامت د جمعې لمونځ له کولو وروسته د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو خلاف مظاهرې وکړې.

کشمیري مظاهره چیانو د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټ رژیم جنایتونه او د مسجدالاقصی د حرمت سپکاوی وغنده او د دغه رژيم د توکمپالو سیاستونو خلاف یې شعارونه ورکړل.

د کشمیر اهل سنت عالم مولوي غلام رسول عامي هم د مظاهره چیانو په ټول کښې په خپله وینا کښې وویل: د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د عربو حکومتونو چپتیا صهیونیسټي رژیم لاسپین سترګی او ډاډه کړی دی او آل سعود رژیم هم د دغه رژيم په جنایتونو کښې شامل دی.

هغه وویل: صهیونیسټي رژیم د مسجدالاقصی په حریم تیری کړی او په مسلمانانو یې د دغې سپيڅلې ودانۍ ورونه بند کړي دي خو عربستان حتی دا کار غندلی هم نه دی.

مولوي غلام رسول عامي همداشان زیاته کړه: په نړۍ کښې چې په هر ځاې کښې پر مسلمانانو ظلم کیږي، آل سعود رژيم هم پکښې ونډه لري او د مسلمانانو خلاف د جنایتونو ذمه وار دی.

د کشمیر (د شیعیانو د شرعي انجمن) مشر سید حسن الموسوي هم د بډګام شیعه میشت ښار د جمعې لمانځه په خطبو کښې ټینګار وکړ چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر حالات د فلسطین د حالاتو په شان دي، د فلسطینیانو وژله دوام لري او په کشمیر کښې هم، همدغه حالت دی.

هغه د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې غلې کښې نه ني او غبرګون دې وښئي.