چین هندوستان ته سخت خبرداری ورکړ
د بیجنګ حکومت د چین په خاوره کښې د هندي پوځیانو د شتون د دوام په لړ کښې دغه هیواد ته خبرداری ورکړ.
د تهران راډیو هندي څانګې خبر ورکړی چې د چین حکومت ویلي دي: زمونږ په خاوره کښې د هندي ځواکونو غیرقانوني شتون هیڅ توجیه نه لري او هندوستان دې د دواړو هیوادونو ترمینځ د نړیوالو سرحدي پروټوکولونو خیال وساتي.
د چیني حکومت په رپورټ کښې همداشان راغلي چې د هند د سرحدي ځواک کابو ۴۰۰ کسان په غیرقانوني توګه د چین خاورې ته اوښتي دي.
د چین حکومت په عین حال کښې هندوستان ته خبرداری ورکړ چې که جنګ نه غواړي نو باید خپل ځواکونه د چین له سرحدي سیمو وباسي.
چین همداشان هیله ښودلې چې هند داسې کوم کار ونه کړي چې د دواړو هیوادونو د سرحدي اختلافاتو د لاپيچلتیا سبب کیږي.
د چین او هندوستان ترمینځ اړیکې له ډیرې مودې راهیسې د اوږمهالو ځمکنیو اختلافاتو او همداشان د چین-پاکستان د اقتصادي کوریډور په اجرا سره لانجمنې شوې دي.