امریکا دعراق او سوریې ګڼ شمیر خلک وژلی .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53434-امریکا_دعراق_او_سوریې_ګڼ_شمیر_خلک_وژلی_.
زمونږخبریال وایی دامریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف ویلی چې واشنګټن په عراق او سوریې کښې په حملو کښې شپږ سوه څلورویشت(۶۲۴) ملکیان وژلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2017 00:45 Asia/Kabul
  • سوریې له ملګروملتونو او امنیت شورا غوښتي دي د امریکا تر قوماندنۍ لاندې دائتلاف اقدامات وغندي .
    سوریې له ملګروملتونو او امنیت شورا غوښتي دي د امریکا تر قوماندنۍ لاندې دائتلاف اقدامات وغندي .

زمونږخبریال وایی دامریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف ویلی چې واشنګټن په عراق او سوریې کښې په حملو کښې شپږ سوه څلورویشت(۶۲۴) ملکیان وژلی دی .

سوریې په یوشمیر لیکونو کښې دملګروملتونو له امنیت شورا او د ملګروملتونو له سرمنشی څخه غوښتی دی دهیواد دخلکو په وژلو کښې د امریکا تر قوماندنۍ لاندې دائتلاف اقدامات وغندی .

ویل کیږی چې دسوریې په شمال کښې په رقه ښار د امریکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف دجنګی الوتکو په هوایی حملې کښې یوه(۱) ښځه او اوه (۷)ماشومان وژل شوی دی .

په سوریې او عراق کښې د ملکی خلکو د وژلو په اړه دامریکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف شمیر په داسې حال کښې خپور شوی دی چې دبشری حقوقو نړیوالې ډلې ټینګار لری دامریکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف دځواکونو په حملو کښې د وژل شویو خلکو  حقیقی شمیر ډیر زیات دی .

امریکا ، بریطانیه ، فرانسه ، سعودی عربستان ، ترکیه ، اسرائیل ، اردن ، متحده عربی امارات ، بحرین ،کویت  وغیره په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو په تیره بیا داعش ،النصره سره مالی او پوځی مرستې کوی .