د نړۍ هیڅ هیواد پر مسجدالاقسی د اسرائیلو واکمني نه مني
د صهیونیسټي رژیم پخواني وزیر ټینګار وکړ چې هیڅ هیواد پر مسجدالاقسی د اسرائیلو واکمني نه مني.
ایرنا د اسرائیل الیوم صهیونیسټي ورځپاڼې په حواله لیکلي چې د دغه رژیم د عدلیې پخواني وزیر یوسي بیلین پرون په یوه مقاله کښې مسجدالاقصی ته په تلونکو لارو کښې د الیکټرونیکي ورونو په لګولو کښې د تل ابیب وروستي اقدام ته په اشارې سره ولیکل: اسرائیل د الیکټرانک ګیټونو په لګولو سره د خپلې سټراټیجکې تیروتنې بیه ورکړه.
هغه ټینګار وکړ: د مسجدالاقصی د وروستي کړکیچ پائیلو د اسرائیلو لمن همهغه شان نیولې ده او دغه رژيم باید له دې بحرانه عبرت واخلي او په راتلونکي کښې خپلې غلطۍ کمې کړي.
د صهیونیسټي رژیم د عدلیې پخواني وزیر همداشان وویل: فلسطینیانو د کړکیچ په اوج کښې ځان او نړیوالو ته ثابته کړه چې د مسجدالاقصی د انګړونو د خالي ساتلو فیصله به اسرائیل په دې لړ کښې د یوې حل لارې لټولو ته اړباسي.
بیلین څرګنده کړه: هغه عرب هیوادونه چې له اسرائیلو سره اړیکې لري، په داسې وضعیت کښې نه دي چې په داشان کړکیچونو کښې له اسرائیلو ملاتړ وکړی شي.