په امریکا کې په ډزو کې بیا ۲۴کسان وژل شوی دی
په امریکا کې د ښاریزو دحقوقو مدافعو ډلو له غوښتنو سره سره ، دوسلو دجوړونکو شرکتونو د لابیو دقدرت له امله تراوسه پورې دامریکا یوه حکومت هم په د غه هیواد کې د وسلو پیر پلور دمحدودیت په اړه هیڅ قانون نه دی وضع کړی .
زمونږ خبریال نن راپوروراکړ په امریکا کې د وسله والو تاؤتریخوالو دثبتونې مرکز نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، په تیر شواروز کې دامریکا په بیلابیلو ایالتونو اوښارونو کې د ډزو یو سل نهه موردونه ثبت شوی دی چې په نتیجې کې ئې لږترلږه څلورویشت کسان وژل شوی او ۵۷نور پکې ټپیان شوی دی .
دغه ډزې زیاتره په فلوریډا، نیویارک ،کنټاکی ، لویدیځی ویرجینیا او کیلیفورنیا کې شوی دی .
په کال کې دامریکا په بیلابیلو سیمو کې په ډزو کې په زرګونو امریکایان خپل ژوند له لاسه ورکوی . درسمی شمیرنو په اساس په امریکا کې کابو له دوه سوه اویاؤ میلیونو تر درې سوه میلیون پورې ګرمې وسلې شته دی ، یعنی په دغه هیواد کې تقریبا د هریوه کس لپاره یوه وسله موجوده ده .