صهیونیسټان له وزیراعظمۍ د نتانیاهو په څنګته کیدو ټینګار لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i54056-صهیونیسټان_له_وزیراعظمۍ_د_نتانیاهو_په_څنګته_کیدو_ټینګار_لري
زرګونو صهیونیسټانو یوځل بیا د مظاهرو په کولو سره له قدرته د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د څنګته کیدو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2017 15:43 Asia/Kabul
  • صهیونیسټان له وزیراعظمۍ د نتانیاهو په څنګته کیدو ټینګار لري

زرګونو صهیونیسټانو یوځل بیا د مظاهرو په کولو سره له قدرته د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د څنګته کیدو غوښتنه وکړه.

د فلسطین د اطلاع رسونې مرکز د هاآرتص صهیونیسټي ورځپاڼې د ویب سایټ په حواله خبر ورکړی چې کابو دوه زره صهیونیسټانو پرون له تل ابیب سره نزدې د اسرائیلو د لوې څارنوال او د صهیونیسټي رژیم د کابینې د قضايي سلاکار د کور مخې ته مظاهرې وکړې او د نتانیاهو د فساد په دوسیې د هغه د غور په طریقې یې خپل اعتراض اعلان کړ.

مظاهره چیانو د اسرائیلو لوې څارنوال د بنیامین نتانیاهو په ملګرتیا او د هغه خلاف د حکم له صادرولو په عمدي ډډه کولو او همداشان د هغه خلاف د صهیونیسټو پولیسو سپارښتنو ته په بې پامۍ تورن کړ او د نتانیاهو د سمدستي استعفا ورکولو غوښتنه یې وکړه.

په عین حال کښې د نیواکي فلسطین په مختلفو ښارونو کښې هم په تیرو څو ورځو کښې د اسرائیلي وزیراعظم بنیامین نتانیاهو خلاف مظاهرې شوې دي.