دسوریې عسکرو داعش ته ماتی ورکړی ده
-
سعودي عربستان ، ترکیه ، امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، اردن ،اسرائیل ،متحده عربي امارات ، بحرین ، کویت وغیره دترهګرو ملاتړ کوي .
زمونږ خبریال وایی دعراق سرحد ته نږدې دسوریې دپوځ په یوه (۱)مرکز دداعش تکفیری ترهګرې ډلې حمله دتکفیریانو په ډیرو مرګ ژوبلو سره ناکامه شوه .
داعش تکفیری ترهګرې ډلې پرون د څو زغرګاډو او د ګڼ شمیر عسکرو په ملاتړ سره په سد الوعر سیمه کښې دسوریې دپوځ په یوې(۱) اډې حمله وکړه خو حکومتی عسکرو ددغه ډلې برید ته چټک ځواب ورکړ .
داعش تکفیریان په داسې حال کښې د زیاتوکسانو په وژل کیدا او ژوبلیدا سره له دغه سیمې څخه شاتګ ته مجبوره شول چې د سوریې دعسکرو دعمل چټکوالی سبب شو چې ټروریسټان بریالی نشی دخپلو مړوکسانو جنازې یوسی .
دسوریې پوځیانو له داعش ترهګرې ډلې شپږ (۶)زغرګاډی هم نیولی دی .
له داعش ډلې دغه راز زیات جنګی مهمات او تجهیزات هم پرځاې پاتې دی .
په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی ، وسله والې او لاجیسټکی مرستې سعودی عربستان ، ترکیه ، امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، اردن ،اسرائیل ،متحده عربی امارات ، بحرین ، کویت وغیره کوی .
دغه هیوادونه کوشش کوی چې په سوریې او دغه راز په عراق کښې د داعش ،النصره او دنورو وهابی صهیونیستی تکفیری ترهګرو ډلو د ماتی مخه ونیسی .