په سوریې کښې نوی ترهګره ډله رامینځته شوی
-
ترهګرو په تیرو شپږو(۶) کلونو کښې سوریه ورانه کړي ده په لسګونو زره کسان چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دي وژلي .
د روسیې د وسله والو ځواکونو د لوی درستیزوالۍ د اصلی ادارې مشر جنرال ایګور کوروبوف په سوریې کښې د «هیات تحریر الشام »په نوم دنوی ترهګرۍ ډلې د رامینځته کیدا خبر ورکړ چې شمیر یې څه دپاسه پینځویشت زره(۲۵۰۰۰) دی .
کامر سانټ ورځپاڼې د روسیې د وسله والو ځواکونو د لوی درستیزوالۍ د اصلی ادارې دمشر جنرال ایګور کوروبوف په قول ولیکل دسوریې دحکومت ضد په دغه نوی ترهګرۍ ډلې کښې څه دپاسه اویا (۷۰) ډلې راغونډې شوی دی او پکښې یو شمیر هغه مخالفان دی چې مخکې مینځ لارې ګڼل کیدل .
ایګور ګوروبوف وویل د«هیات تحریر الشام» ترهګرې ډلې ځینې ډلې په حلب ، دمشق ، ادلب او حما ولایتونو کښې له مینځ لارو وسله والو مخالفینو او د سوریې له پوځ سره په جنګونو کښې فعال ګډون لری .
هغه وویل چې د سوریې عسکرو له ترهګرو سره په مقابلې کښې نوی بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی .
دامریکا په مشرۍ د سوریې پرضد د څو عربو او لویدیځو هیوادونو دستراتژۍ اجرا چې هدف یې په تیرو شپږو(۶) میاشتو کښې د ولسمشر بشار اسد د حکومت نسکورول وو ماتی خوړلی ده خو له لسګونو ټروریسټی ډلو ددغوهیوادونو مالی ، وسله والې او استخباراتی ملاتړونه او مرستې اوس هم دوام لری .
ترهګرو په تیرو شپږو(۶) کلونو کښې سوریه ورانه کړی ده په لسګونو زره کسان چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دی وژلی او په میلیونو خلک یې کډوال کړی او ترهګرو په عراق کښې هم ستر جنایتونه کړی دی او سترې غمیزې یې رامینځته کړی دی .