د سوریې خلک دولسمشر په اړه فیصله کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i54940-د_سوریې_خلک_دولسمشر_په_اړه_فیصله_کوی
مهر خبری اژانس وایی د فرانسې دبهرنیو چارو وزیر «ژان ایو لودریان» ټینګار وکړ په سوریې کښې دپاریس لومړیتوب له ترهګرۍ سره مقابله ده او فرانسه د ولسمشر بشار اسد د سیاسی راتلونکی په اړه هیڅ وارمخکې شرط نلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2017 12:54 Asia/Kabul
  • دعراق د تلعفر ښار اویا (۷۰)فیصده خاوره له داعش ترهګرې ډلې ازاده شوي ده .
    دعراق د تلعفر ښار اویا (۷۰)فیصده خاوره له داعش ترهګرې ډلې ازاده شوي ده .

مهر خبری اژانس وایی د فرانسې دبهرنیو چارو وزیر «ژان ایو لودریان» ټینګار وکړ په سوریې کښې دپاریس لومړیتوب له ترهګرۍ سره مقابله ده او فرانسه د ولسمشر بشار اسد د سیاسی راتلونکی په اړه هیڅ وارمخکې شرط نلری .

دفرانسې دبهرنیو چارو وزیر ژان ایوز لودریان نن په بغداد کښې دعراق له خارجه وزیر ابراهیم جعفری سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل پاریس د ولسمشر بشار اسد د راتلونکی په اړه د سوریې دخلکو د فیصلې ملاتړ کوی .

هغه وویل په  عراق کښې دفرانسې لومړیتوب هم له داعش ترهګرې ډلې سره مقابله ده او له داعش سره په جنګ کښې د عراق د وسله والو ځواکونو له بریالیتوب سره سره له دغه ډلې سره مبارزه هماغه راز دوام لری .

دفرانسې خارجه وزیر ژان ایوز لودریان زیاته کړه عراق په اوسنیو شرایطو کښې دصلحې او دجنګ په حالت کښې دی  او  د وسله والو ځواکونو په مرستې سره له دغه حالت څخه وتلی شی .

دفرانسې دفاع وزیر فلورانس پارلی هم وویل په سوریې کښې د پاریس شتون له ترهګرۍ سره د مقابلې په چوکاټ کښې دی او فرانسه په سوریې کښې د تاوتریخوالی د کمولو دسیمو د زیاتولو او د اوربند لپاره د هر اقدام ملاتړ کوی .

دعراق خارجه وزیر ابراهیم جعفری هم دفرانسې له خارجه وزیر ژان ایوز لودریان سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل تراوسه دعراق په شمال کښې د تلعفر ښار اویا (۷۰)فیصده خاوره له داعش ترهګرې ډلې ازاده شوی ده .