درست اسلامی هیوادونه دې د روهینګیایی مسلمانانو نسل ختمونه ودروی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i55388-درست_اسلامی_هیوادونه_دې_د_روهینګیایی_مسلمانانو_نسل_ختمونه_ودروی
د میانمار پوځ د داعش د ترهه ګرې ډلې په شان په ډیر بوږنونکی ډول روهینګیایی مسلمانان وژنی چی د پوځ د ظلمونو له ویرې بنګلادیش ته تر اوسه اوه اتیا زره کسان کډوال شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2017 13:59 Asia/Kabul
  • درست اسلامی هیوادونه دې د روهینګیایی مسلمانانو نسل ختمونه ودروی

د میانمار پوځ د داعش د ترهه ګرې ډلې په شان په ډیر بوږنونکی ډول روهینګیایی مسلمانان وژنی چی د پوځ د ظلمونو له ویرې بنګلادیش ته تر اوسه اوه اتیا زره کسان کډوال شوی دی .

د اسلامی کلتوراو ارتباطاتو تنظیم  د یوې بیانیې په صادرولو سره  له درستو اسلامی هیوادونو وغوښتل چی د روهینګیایی مسلمانانو د نسل ختمونې  د دوام خنډ شی .

په راخین صوبه کې په روهنینګیایی د میانمار د پوځ د نویو حملو د دوام له امله چی کابو دوو اونیو راهیسې پیل شوی دی ، په سلګونو کسان په ډیر بوږنونکی ډول وژل شوی او په زرګونو هم د ځان له ویرې بنګلادیش ته تښتیدلی دی .

د ایران د اسلامی کلتور او ارتباطاتو تنظیم نن په خپلې بیانیې کې زیاته کړی ده ،  د میانمار د مسلمانانو کړول ، شکنجه ، نسل ختمونه ، کډوالی او وژل هماغه د افراطی ډلو لخوا د تیرو کړنو دوام دې .

په دغه بیانیه کی راغلی دی د میانمار مسلمانان د نړۍ تر ټولو مظلوم لږکی دی چی تل پرې ظلم شوی دی او د اسلامی دولتونو بې پامی د دغه وژلې د دوام سبب شوی ده .

وروستی راپورونه وایی چی د میانمار پوځ  د داعش د ترهه ګرې ډلې په شان په ډیر بوږنونکی ډول روهینګیایی مسلمانان وژنی  چی د پوځ د  ظلمونو له ویرې بنګلادیش ته تر اوسه اوه اتیا زره کسان کډوال شوی دی .