درست اسلامی هیوادونه دې د روهینګیایی مسلمانانو نسل ختمونه ودروی
د میانمار پوځ د داعش د ترهه ګرې ډلې په شان په ډیر بوږنونکی ډول روهینګیایی مسلمانان وژنی چی د پوځ د ظلمونو له ویرې بنګلادیش ته تر اوسه اوه اتیا زره کسان کډوال شوی دی .
د اسلامی کلتوراو ارتباطاتو تنظیم د یوې بیانیې په صادرولو سره له درستو اسلامی هیوادونو وغوښتل چی د روهینګیایی مسلمانانو د نسل ختمونې د دوام خنډ شی .
په راخین صوبه کې په روهنینګیایی د میانمار د پوځ د نویو حملو د دوام له امله چی کابو دوو اونیو راهیسې پیل شوی دی ، په سلګونو کسان په ډیر بوږنونکی ډول وژل شوی او په زرګونو هم د ځان له ویرې بنګلادیش ته تښتیدلی دی .
د ایران د اسلامی کلتور او ارتباطاتو تنظیم نن په خپلې بیانیې کې زیاته کړی ده ، د میانمار د مسلمانانو کړول ، شکنجه ، نسل ختمونه ، کډوالی او وژل هماغه د افراطی ډلو لخوا د تیرو کړنو دوام دې .
په دغه بیانیه کی راغلی دی د میانمار مسلمانان د نړۍ تر ټولو مظلوم لږکی دی چی تل پرې ظلم شوی دی او د اسلامی دولتونو بې پامی د دغه وژلې د دوام سبب شوی ده .
وروستی راپورونه وایی چی د میانمار پوځ د داعش د ترهه ګرې ډلې په شان په ډیر بوږنونکی ډول روهینګیایی مسلمانان وژنی چی د پوځ د ظلمونو له ویرې بنګلادیش ته تر اوسه اوه اتیا زره کسان کډوال شوی دی .