وحدت د اسلامی امت سخته اړتیا
ایا د جمعې لمانځه په شان چی پکې ځای ، ښاری او د هیواد مسلې مطرح کیږی ، مسلمانانو پورې اړونده سترې نړیوالې مسلې باید د امت په سترې اجتماع کې مطرح او ورپاره حل لاره ونه لټول شی ؟
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د حج دستورې تازه ختمې شوی دی ، په میلیونونو مسلمان څه شیعه او څه اهل سنت او درستې اسلامی فرقې د نړۍ له ګوټ ګوټ د حج د ادا کولو لپاره مکې معظمې ته ولاړل او د یو ډول جامو یعنی احرام په تړلو سره یې که له یوې خوا مسلمانانو ته دا درس ورکړ چی خداوند متعال سره ټول یو شانته دی اوهیڅوک په بل بره ندی خو دا چی تقوا ولری ، تقوا یو انسان له بل انسانه لوړوی . له بل پلوه د حج د مناسکو ترسره کول چی په یو وخت په یوه ځای کې د یوه بل په څنګ کې ترسره کیږی ، دا د مسلمانانو وحدت او یو موټې والې ښي او هر کال هم په میلیونونو مسلمانان دا دستورې ترسره کوی .
اوس دا پوښتنه مطرح ده چی که مسلمانان شیعه او سنی د خداې په کور کې د یوه بل په څنګ کې راځی او د یوه بل په څنګ کې لمونځ ادا کوی نو بیا ولې په خپلو سیمو او هیوادونو کې داسې ندی ؟ د خداې کور ته د د تلو فلسفه بیا څه ده ؟ایا یوازې په صفا و مروه کې د منډې وهلو ، په شیطانانو د کاڼو ویشتلو او په منا کې د قربانۍ کولو لپاره ورځی ؟خداوند متعال هغه مسلمانان چی مالی وس لری ، ایا یوازې د عبادی اړخ لپاره مکې مکرمې ته بللی دی ؟ایا د جمعې لمانځه په شان چی پکې ځای ، ښاری او د هیواد مسلې مطرح کیږی ، مسلمانانو پورې اړونده سترې نړیوالې مسلې باید د امت په سترې اجتماع کې مطرح او ورپاره حل لاره ونه لټول شی ؟
عقل او منطق حکم کوی چی د مسلمانانو د سترې اجتماع هدف چی په کال کې یو ځل په مکې کې ترسره کیږی ، په عبادی اړخ سربیره سیاسی اړخ هم لری ، مسلمانان د حج د ترسره کولو په څنګ کې چی د حضرت ابراهیم علیه سلام سنت دې ، باید هغه په خپل روزنیز ژوند کې هم لحاظ کړی . تر هغه وخته چی مسلمانان خپل داخلی شیطان ونه وژنی او د خپل وخت شیطان ونه پیژنی او له هغه خپل برایت اعلان نکړی ، په کاڼو د شیطان په ویشتلو سره یې یوازې ابراهیمی سنت ادا کړې دې ، خو دغه کار بې روحه دې او د هر عمل او عبادت ترسره کول باید مسلمانانو لپاره ګټه ولرلې شی ، خداوند متعال ته ځان نږدې کړی ، زړه یې د خپلې زیږیدا ورځې په شان پاک شی .
د قربانی کولو معنا هم دا ده چی د دین او خداې په لاره کې له هیڅ قربانی کولو ډډه ونکړی او د حج مناسک باید روح ولرلې شی . مسلمانان د دغې عظیمې اجتماع سیاسی اړخ هم باید درک کړی او پوهه شی چی د نړۍ له بیلا بیلو برخو د مسلمانانو دغه عظیمه غونډه د دې لپاره ده چی د یوه بل ګډ درد او مشکلات درک کړی او د یوه بل په درد کې شریک شی او اواری لپاره یې چاره وکړی او د نورو مسلمانانو د درد په نسبت بې پامی پریږدی چی د دې چارې د تحقق لپاره د اسلامی نړۍ عالمان او پوهان باید د حج په ورځو کې کنفرانسونه او سیمنارونه ترسره کړی او هغه حج چی مسلمانانو لپاره ګټه او د وحدت پیغام ونلرلې شی نو داسې حج یو بې روحه حج دې او که د حج فلسفه له دواړو یعنی هم عبادی او هم سیاسی اړخونو ترسره کیدلې نو مسلمانان به په هیڅ ځای کې له ستونزو سره نه وو مخامخ او نن به په میانمار کې د مسلمانانو د قتل عام شاهدان نه وو ، که مسلمانان د فلسطین ، کشمیر ، افغانستان او یمن په نسبت بې پامه نه وای نو نن به د میانمار غمیزه نه رامینځته کیده او که نن د میانمار په نسبت بې پامی وشی نو سبا به د نړۍ په یوه بل ځای کې مسلمانان د میانمار د مسلمانانو له برخلیک سره مخامخ شی . د اسلام دښمنان په تیره بیا یهود و نصارا تل د مسلمانانو ترمینځ په درز رامینځته کولو پسې دی او نن هم له مخکې درز او نفاق ته لمن وهی .
ایا د له ترهه ګرۍ سره د تش په نامه مبارزې لپاره د امریکا او اسراییلو په حکم او غږملتیا سره د عربستان په مشرۍ د اهل سنتو هیوادونود پوځی ایتلاف جوړیدا چی د پاکستان د پوځ پخوانې قوماندان راحیل شریف یې قومانده پر غاړه لری ، د شیعه او سنی مسلمانانو ترمینځ د درز او نفاق د ژورولو لپاره ندې ؟که دا ایتلاف واقعا د ترهه ګرۍ او د درستو اسلامی هیوادونو په ګډون جوړ شوې وای ، نو د قدرت له نظره به یې د نړۍ یو ستر بلاک جوړ کړې وو ، ایا امریکا بیا کولې شول چی دوی له یوه بل ویروی او د اسلامی نړۍ د بیت المال له پیسو د خپلې بودجې یوه ستره برخه د میلیارډونو ډالرو د وسلو په خرڅولو سره تامین کړی او که شیعه او سنی مسلمانان ویښ نشی او د دښمنانو د دسیسو په درک کولو سره یوه بل ته لاسونه ورنکړی ، نو له دې بدترې ورځې به یې په تمه وی .