ددیرالزور دکلابندۍ ماتیدل د داعش لپاره ستره ماتی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i55667-ددیرالزور_دکلابندۍ_ماتیدل_د_داعش_لپاره_ستره_ماتی_ده
فارس خبری اژانس راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت دسوریې د دیرالزور ښار د کلابندۍ ماتیدل دداعش ترهګرې ډلې لپاره ستره ماتی وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2017 01:02 Asia/Kabul
  • د دیرالزور ښار د کلابندۍ ماتیدل له ترهګرۍ سره په جنګ کښې ستره بریا او ستراتژیکه پرمختیا او بدلون دی .
    د دیرالزور ښار د کلابندۍ ماتیدل له ترهګرۍ سره په جنګ کښې ستره بریا او ستراتژیکه پرمختیا او بدلون دی .

فارس خبری اژانس راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت دسوریې د دیرالزور ښار د کلابندۍ ماتیدل دداعش ترهګرې ډلې لپاره ستره ماتی وبلله .

دروسیې دفاع وزارت په یوې (۱)بیانیې کښې زیاته کړه  د سوریې حکومتی عسکرو د روسیې دهوایی ځواک په  ملاتړ سره جدی بریالیتوب ترلاسه کړی او په دیرالزور سیمه کښې یې داعش ډلې ته سخته ماتی ورکړی ده .

په تیرې سه شنبې ورځ د سورېې پوځ او دلبنان داسلامی مقاومت حزب الله ځواکونو د دیرالزور ښار په لویدیځ کښې د یوسل اوه دیرشمې(۱۳۷) لیوا مرکز ته په ورننوتلو سره ددغه ښار څه دپاسه درې (۳)کلنه کلابندۍ په کامل ډول ماته کړه .

دسوریې پوځ هم ویلی دی چې د دیرالزور ښار د کلابندۍ ماتیدل له ترهګرۍ سره په جنګ کښې ستره بریا او ستراتژیکه پرمختیا او بدلون دی .