اسلامی هیوادونه دې دمیانمار د مسلمانانو دبوږنونکی وژلو مخه ونیسی
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای هم پرون دفقې په درس خارج کې پخپلې وینا کې دمینانمار دغمیزو په وړاندې د نړیوالو ټولنو او دبشری حقوقو دمدعیانو په چپتیا او بې عملۍ په سختو نیوکو سره ټینګار کړی، ددغې قضیې حل لا ره داسلامی هیوادونو عملی ګام او دمیانمار په بې رحمه حکومت اقتصادی اوسیاسی دباؤنه دی .
زمونږخبریال راپورارکړ ستر دینی مرجع آیت ا... العظمی ناصرمکارم شیرزی نن دقم د سپیڅلی ښار په اعظم جومات کې دفقې په درس خارج کې دمیانمار دمسلمانانو دعامې وژلې په وړاندې دملګروملتو په چپتیا په خواشینۍ ښودلوسره وئیلی دی ، اسلامی هیوادونه خارجه وزیران باید دبیړنۍ غونډې په جوړولو سره دمیانمار د مسلمانانو دعامو وژلې مخه ونیسی .
آیت ا...ناصر مکارم شیرازی دغه راز ووئیل دمیانمار حکومت دې داسلامی هیوادونو له دینی عالمانو سره دغونډې په جوړولو سره د مسلمانانو د نسل ختمونې دلیلونه وړاندې کړی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای هم پرون دفقې په درس خارج کې پخپلې وینا کې دمینانمار دغمیزو په وړاندې د نړیوالو ټولنو او دبشری حقوقو دمدعیانو په چپتیا او بې عملۍ په سختو نیوکو سره ټینګار کړی، ددغې قضیې حل لا ره داسلامی هیوادونو عملی ګام او دمیانمار په بې رحمه حکومت اقتصادی اوسیاسی دباؤنه دی .
په عین حال کې د ایران د خارجه وزیر د آسیائی اواوقیانوسیې دچارو مرستیال ابراهیم رحیم پور هم نن د میانمار د مسلمانانو دوضعیّت د تعقیبونې په باب د ایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست اوملی امنیت دکمیشن په بیړنۍ غونډې کې وئیلی دی ، دمیانمار د مسلمانانو لپاره دایران داسلامی جمهوریت دانسان دوستۍ مرستې دجمعې په ورځې بنګله دیش ته لیږدول کیږی، چې په دغو مرستو کې یدوه صحرائی روغتون له تجهیزاتو او څو متخصصو ډاکټرانو سره یو ځای بیلابیلو مرستو کابو سل ټنیزه جوپه شامله ده. هغه روښآنه کړې د دغو اقداماتو ترڅنګ دمسلمانانو دبوږنونکو وژلو دمخنیوی لپاره د میانمار له حکومت او ګاونډیوهیوادونو سره ئې سیاسی سلامشورې هم دوام لری .