څه باندې څلور لکه روهینګیايي مسلمانان بنګله دیش ته تښتیدلي دي
یونیسف په دغو کډوالو کښې د لسګونو زره ماشومانو د ساتنې د درنې دندې په هکله خبرداری ورکړ.
د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق (یونیسف) پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په راخین ولایت کښې د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځ او بودائیانو د حملو د نوې څپې له پيل راهیسې د روهینګیا قام څه باندې څلور لکه مسلمانان بنګله دیش ته تښتیدلي دي.
یونیسف همداشان په دغو کډوالو کښې د لسګونو زره ماشومانو د ساتنې د درنې دندې په هکله خبرداری ورکړ.
له بلې خوا د ایران د روغتیا، درملنې او طبي زده کړې د چارو وزیر حسین قاضي زاده هاشمي پرون د میانمار د بې دفاع او مظلومو مسلمانانو د بې رحمانه وژلې په غندلو سره وویل: په میانمار کښې د پيړۍ نسل وژنې ته په پام سره له نړیوالو سازمانونو په تیره بیا د روغتیا له نړیوال سازمان سره، له ایرانه میانمار ته د درملیزې ډلې او طبې تجهیزاتو د لیږلو په هکله مکاتبات شوي دي.