د سوریې د دیرالزور ښار دپاکونې عملیات روان دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56135-د_سوریې_د_دیرالزور_ښار_دپاکونې_عملیات_روان_دی
زمونږ خبریال وایی دسوریې په ختیځ کښې د دیرالزور ښار په خواوشا کښې له تیت پرک جنګونو سره سره حکومتی عسکر له داعش ډلې د ښار دکوڅو او دشا وخوا سیمو د پاکولوعملیاتو ته دوام ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2017 01:35 Asia/Kabul
  • دسورې دپوځ په دغوعملیاتو کښې یوشمیر داعش ترهګر ووژل شول .
    دسورې دپوځ په دغوعملیاتو کښې یوشمیر داعش ترهګر ووژل شول .

زمونږ خبریال وایی دسوریې په ختیځ کښې د دیرالزور ښار په خواوشا کښې له تیت پرک جنګونو سره سره حکومتی عسکر له داعش ډلې د ښار دکوڅو او دشا وخوا سیمو د پاکولوعملیاتو ته دوام ورکوی .

دسوریې دفاع وزارت وویل حکومتی عسکرو د لبنان دحزب الله اسلامی مقاومت غورځنګ د مبارزانو په ملاتړ سره ددیرالزور ښار په خوا کښې  المریعیه کلی حویجه المریعیه سیمه او شاوخوا کروندې دداعش تکفیری ترهګرې ډلې له نیواک څخه ازادې کړې .

دسورې دپوځ په دغوعملیاتو کښې یوشمیر داعش ترهګر ووژل شول او دهغوې وسلې ،مهمات ، زغرګاډی او په  وسلوسمبال ګاډی تباه شول .

ددیرالزور د کلابندۍ ماتیدل په تیرو څو میاشتو کښې په سوریې کښې د داعش ډلې داصلی مرکز حلب ستراتژیک ښار له ازادیدا وروسته د سورې دحکومتی عسکرو او د حزب الله ځواکونو ترټولو مهم بریالیتوب دی .