دسوریې عسکرو له ترهګرو نورې سیمې هم ازادې کړی
-
دسوریې پوځ په تیرې یکشنبې ورځې هم د حمص ولایت ځینې سیمې د داعش ډلې له نیواک څخه ازادې کړي وې .
زمونږ خبریال وایی د سوریې پوځیانو پرون دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په ملاتړ سره دحمص ولایت په ختیځ کښې څو کلی او ستراتژیکې لوړې(Heights) له ترهګرو ازادې کړې .
په ازادو شویو کلیو کښې امر الریش ، مسعده ، رسم الناقه ، الزبیه او ددغوکلو د پاسه ستراتژیکې لوړې شاملې دی .
دسوریې عسکرو په دغو عملیاتو کښې دداعش ترهګرې ډلې له نیواک څخه پینځه دیرش(۳۵) کلومیټره سیمې پاکې کړی او هلته ښخ شوی ماینونه یې شنډ کړل .
دسوریې دپوځیانو په عملیاتوکښې دداعش وهابی تکفیری صهیونیسټی ترهګرې ډلې څو غړی هلاک شول او دهغوې تجهیزاتو ته هم تاوانونه ورسیدل .
دسوریې پوځ په تیرې یکشنبې ورځې هم د حمص ولایت ځینې سیمې د داعش ډلې له نیواک څخه ازادې کړی وې .
دسوریې پوځیان دسپتمبر دمیاشتې له لسمې(۱۰) نیټې راهسې توانیدلی دی چې په ختیځ کښې په دیرالزور ، په شمال کښې په رقه او په مرکز کښې په حمص ولایت کښې دداعش ترهګرې ډلې له نیواک څخه پنځوس(۵۰) ښارګی او کلی ازاد کړی .