دسوریې عسکرو له ترهګرو نورې سیمې هم ازادې کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i56749-دسوریې_عسکرو_له_ترهګرو_نورې_سیمې_هم_ازادې_کړی
زمونږ خبریال وایی د سوریې پوځیانو پرون دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په ملاتړ سره دحمص ولایت په ختیځ کښې څو کلی او ستراتژیکې لوړې(Heights) له ترهګرو ازادې کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2017 02:35 Asia/Kabul
  • دسوریې پوځ په تیرې یکشنبې ورځې هم د حمص ولایت ځینې سیمې د داعش ډلې له نیواک څخه ازادې کړي وې .
    دسوریې پوځ په تیرې یکشنبې ورځې هم د حمص ولایت ځینې سیمې د داعش ډلې له نیواک څخه ازادې کړي وې .

زمونږ خبریال وایی د سوریې پوځیانو پرون دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په ملاتړ سره دحمص ولایت په ختیځ کښې څو کلی او ستراتژیکې لوړې(Heights) له ترهګرو ازادې کړې .

په ازادو شویو کلیو کښې امر الریش ، مسعده ، رسم الناقه ، الزبیه او ددغوکلو د پاسه ستراتژیکې لوړې شاملې دی .

دسوریې عسکرو په دغو عملیاتو کښې دداعش ترهګرې ډلې له نیواک څخه پینځه دیرش(۳۵) کلومیټره سیمې پاکې کړی او هلته ښخ شوی ماینونه یې  شنډ کړل .

دسوریې دپوځیانو په عملیاتوکښې  دداعش وهابی تکفیری صهیونیسټی ترهګرې ډلې څو غړی هلاک شول او دهغوې تجهیزاتو ته هم تاوانونه ورسیدل .

دسوریې پوځ په تیرې یکشنبې ورځې هم د حمص ولایت ځینې سیمې د داعش ډلې له نیواک څخه ازادې کړی وې .

دسوریې پوځیان  دسپتمبر دمیاشتې له لسمې(۱۰) نیټې راهسې توانیدلی دی چې په ختیځ کښې په دیرالزور ، په شمال کښې په رقه او په مرکز کښې په حمص ولایت کښې دداعش ترهګرې ډلې له نیواک څخه پنځوس(۵۰) ښارګی او کلی ازاد کړی  .