دسوریې پوځیانو له ترهګرو نهه پوستې ازادې کړې
-
دسوریې پوځ حماه ولایت په کامل ډول له داعش ترهګرې ډلې پاک کړ .
فارس خبری اژانس وایی دسوریې عسکر بریالی شول چې ددمشق په جنوب ختیځ کښې نهه (۹)سرحدی پوستې له ترهګرو ازادې کړی .
د سوریې عسکرو او د لبنان دحزب الله اسلامی مقاومت ځواکونو ددمشق په خوا کښې دترهګرو پرضد په دغو عملیاتو کښې دداعش ډلې یوشمیر غړی هلاک او ژوبل هم کړل .
دسوریې پوځیانو دوه (۲)ورځې مخکې هم له اردن سره په سرحد کښې څلور(۴) سیمې له ترهګرو ازادې کړی وې .
دسوریې فعالانو دغه راز په دیرالزور ولایت کښې د دالمیادین ښار په خوا کښې دداعش ترهګرې ډلې داخری مرکزونو په لور د حکومتی عسکرودپرمختګ خبر ورکړ .
ویل کیږی چې دسوریې عسکرود المیادین ښار دشمال تر لس(۱۰) کلومیټرۍ پورې پرمختګ کړی دی .
المیادین ښار همدا اوس دداعش ترهګرې ډلې یو(۱)اصلی مرکز او ددغه ډلې د مشرانو ددیره کیدا اصلی ځاې دی .
بل خبردا چې دسوریې پوځ په شمال لویدیځ کښې حماه ولایت په کامل ډول له داعش ترهګرې ډلې پاک کړ .
دسوریې پوځ او دلبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دحماه ولایت په ختیځ کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې په دوام کښې د السلمینه ښار په ختیځ کښې په عکش ، الجابریه ، النشمی او الوضیحی کلیو کنټرول ترلاسه کړ .