دسوریې پوځیانو له ترهګرو نهه پوستې ازادې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i57359-دسوریې_پوځیانو_له_ترهګرو_نهه_پوستې_ازادې_کړې
فارس خبری اژانس وایی دسوریې عسکر بریالی شول چې ددمشق په جنوب ختیځ کښې نهه (۹)سرحدی پوستې له ترهګرو ازادې کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2017 04:00 Asia/Kabul
  • دسوریې پوځ  حماه ولایت په کامل ډول له داعش ترهګرې ډلې پاک کړ .
    دسوریې پوځ حماه ولایت په کامل ډول له داعش ترهګرې ډلې پاک کړ .

فارس خبری اژانس وایی دسوریې عسکر بریالی شول چې ددمشق په جنوب ختیځ کښې نهه (۹)سرحدی پوستې له ترهګرو ازادې کړی .

د سوریې عسکرو او د لبنان دحزب الله اسلامی مقاومت ځواکونو ددمشق په خوا کښې دترهګرو پرضد په دغو عملیاتو کښې دداعش ډلې یوشمیر غړی هلاک  او ژوبل هم کړل .

دسوریې پوځیانو دوه (۲)ورځې مخکې هم له اردن سره په سرحد کښې څلور(۴) سیمې له ترهګرو ازادې کړی وې .

دسوریې فعالانو دغه راز په دیرالزور ولایت کښې د دالمیادین ښار په خوا کښې دداعش ترهګرې ډلې داخری مرکزونو په لور د حکومتی عسکرودپرمختګ خبر ورکړ .

ویل کیږی چې دسوریې عسکرود المیادین ښار دشمال تر لس(۱۰) کلومیټرۍ پورې پرمختګ کړی دی .

المیادین ښار همدا اوس دداعش ترهګرې ډلې یو(۱)اصلی مرکز او ددغه ډلې د مشرانو ددیره کیدا اصلی ځاې دی .

بل خبردا چې دسوریې پوځ په شمال لویدیځ کښې حماه ولایت په کامل ډول له داعش ترهګرې ډلې پاک کړ .

دسوریې پوځ او دلبنان اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله دحماه ولایت په ختیځ کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې په دوام  کښې د السلمینه ښار په ختیځ کښې په عکش ، الجابریه ، النشمی او الوضیحی کلیو کنټرول ترلاسه کړ .