په سوریې کښې بم چاودنې ۱۸ کسان وژلی
-
عیني کتونکو وویل چې دترکیې عسکر د سوریې د ادلب ښار په خواه کښې دیره شوي دي .
زمونږخبریال وایی دسوریې په شمال ختیځ کښې په حسکه ولایت کښې په یوه(۱) ګاډی کښې بم چاودنې اتلس(۱۸) کسان وژلی دی .
دغه ترهګره بم چاودنه بیګا دسوریې د حسکه ولایت په جنوب کښې په ابوفاس سیمه کښې شوی او یوشمیر کسان پکښې ژوبل شوی هم دی .
داعش ترهګرې ډلې له حکومتی عسکرو پرله پسې ماتی خوړلو وروسته له تیروخت څخه زیات په بیلابیلو سیمو کښې بم چاودنو او دملکی خلکو وژلوته مخه کړی ده .
دغه راز دسوریې په شمال کښې عینی کتونکو په شمال کښې ادلب ولایت ته د ترکیې د عسکرو د لومړنۍ ډلې د ورننوتلو خبر ورکړ .
عینی کتونکو وویل چې دترکیې عسکر د سوریې د ادلب ښار په خواه کښې دیره شوی ده .
ترکیه له سعودی عربستان ، اردن ، امریکا ، فرانسې ، انګلستان ، اسرائیل ،کویت ،بحرین وغیره سره یوځاې په سوریې اوعراق کښې دترهګرو ډلواصلی ملاتړی ده .