ایران د حسینی اربعین د زیارتوالو خدمتونه کوی
-
دپاکستان او دافغانستان زیارتوال هم کولای شي د ایران له طبي امکاناتواستفاده وکړي .
زمونږ خبریال وایی د ایران روغتیا وزیر حسن قاضی زاده هاشمی د حسینی اربعین د زیاراتولو دخدمت کولو لپاره د شپږزره(۶۰۰۰) ډاکټرانو دچمتووالی خبر ورکړ .
هغه دحسینی اربعین د مراسمو لپاره د روغتیا او درملنې د کاروان داستولو په څنګ کښې خبریالانو ته وویل عراق ته په تلونکو سرحدونو کښې به دایران اته سوه(۸۰۰) امبولانسونه دیره شی چې د حسینی اربعین د زیارتوالوخدمتونه وکړی .
هاشمی دې ته په اشارې سره چې دافغانستان او دپاکستان ښاریز به دایران له لارې په عراق کښې دحسینی اربعین ستر لاریون ته واستول شی وویل ددغو هیوادونو زیارتوال هم کولای شی د ایران له طبی امکاناتواستفاده وکړی .
د روان میلادی کال د نوامبر د میاشتې نهمه (۹)یعنی د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د صفر دمیاشتې شلمه(۲۰) نیټه دعراق په کربلا دښتې کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم(۳) امام حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه دملګرو د شهادت له اربعین سره سمون خوری او دنړۍ په میلیونونو مسلمانان په دې ورځ د اربعین په دستورو کښې دګډون لپاره کربلا ښار ته ورځی .