د پاکستان د حسینی اربعین دوهم کاروان ایران ته راورسید
https://parstoday.ir/ps/news/world-i58618-د_پاکستان_د_حسینی_اربعین_دوهم_کاروان_ایران_ته_راورسید
په دغه ورځ له درستې نړۍ په میلیونونو مسلمانان د اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره د عراق کربلا ښار ته ورځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2017 12:17 Asia/Kabul
  • د پاکستان د حسینی اربعین دوهم کاروان ایران ته راورسید

په دغه ورځ له درستې نړۍ په میلیونونو مسلمانان د اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره د عراق کربلا ښار ته ورځی .

 

د ایران د سیستان او بلوچستان د اربعین د ولسی کمیټۍ مشر رضا بختیاری  له ایرنا سره په خبرو کې وویل  د پاکستان ۱۱۰۰ حسینی اربعین زایرین چی د پاکستان د کوهاټ ښار اوسیدونکی دی ، د زاهدان د امام رضا علیه سلام په سرای کې ځای پر ځای شوی دی .

ده جوته کړه  د پاکستان د حسینی اربعین د زیارت والو لومړنې کاروان د شورو په ورځ ایران ته رارسیدلې وو .

ښاغلی بختیاری د دې خبرې په کولو سره چی تیر کال کابو دوه ویشت زره پاکستانی زیارت وال د ایران د سیستان او بلوچستان له  میرجاوې پولې ، د عراق کربلا ته لاړ وو ، اټکل وکړ د پاکستانی زایرینو شمیر کابو دیرشو زرو ته ورسی .

د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د صفرې میاشتې شلمه چی د ۲۰۱۷ میلادی د نومبر له  ۹ نیټې سره برابره ده ،  د کربلا په دښته کې د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام او دهغه حضرت د وفادارو یارانو د شهادت د څلویښتی ورځ ده  چی په دغه ورځ له درستې نړۍ په میلیونونو مسلمانان  د اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره  د عراق کربلا ښار ته ورځی .