کشمیر کښې هندي پوځیانو یو کس ووژه
Oct 29, 2017 12:41 Asia/Kabul
د هندوستان حکومتي سرچینو د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمینځ د سختې نښتې خبر ورکړ.
په دې نښتو کښې چې نن سهار د کشمیر په بانډي پوره سیمې کښې رامینځته شوې، یو کس وژل شوی او یو هندي پوځي زخمي شو.
د هندوستان حکومت ادعا وکړه چې وژل شوی کس د لشکر طیبه ډلې غړی دی.
ټیګونه