د لړم د نهمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د اسلامي جمهوریت د درې ګونو قواو د مشرانو د ګډې کتنې یو انځور چاپ کړی دی.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې داسلامی ایران ولسمشر دسیمې دهیوادونو په جغرافیائی پولو کې د بدلون لپاره داستکبار هلوځلو ته په اشارې سره ووئیل داستکبار غشی په دغه ډګر کې هم پر کاڼی لګیدلی او هیڅ بریالیتوب ئې نه دی ترلاسه کړی .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا دقضائیه اومقننه قواؤ له مشرانو سره دګدې غونډې په پای کې دملی پیوستون د ساتنې لپاره دمسئولانو او خلکو په مننې سره په سیمې کې دترهه ګرۍ دپراختیا اودناکراریو د رامینځة کولو لپاره داستکبار هلوځلو ته په اشارې سره وویل ، له دغو ټولو دسیسو سره سره اوس سیمه له دغو بلاګانو دتیریدا په حال کې ده .
ډاکټر روحانی وویل ، امریکایان په د سیسو پسې دی او دهغوی اصلی دسیسه داده چې د مونږ ولس د هیواد داقتصاد او پرمختګ دراتلونکی په باب له شکونو سره مخامخ کړی .
داسلامی ایران ولسمشر دسیمې دهیوادونو په جغرافیائی پولو کې د بدلون لپاره داستکبار هلوځلو ته په اشارې سره ووئیل داستکبار غشی په دغه ډګر کې هم پر کاڼی لګیدلی او هیڅ بریالیتوب ئې نه دی ترلاسه کړی . هغه ددې خبرې په کولو سره چې استکبار هماغه راز دخپلو وسلو دخرڅلاؤ په موخې سره په سیمې کې داختلافاتو درامینځةکولو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوی ووئیل ، مونږ باید دهغو اختلافاتو لپاهر چې په سیمې کې موجود دی ملګرتیاوې زیاته کړو او کومه حل لاره ئې ولټوو .
دایران د مجریه ،قضایه او مقننه قواؤ دمشرانو غونډه پرون ناوخته داسلامی شورا په کوربتوب سره ترسره شوه . داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ، دمقننه قوې مشر آیت ا... صادق آملی لاریجانی او داسلامی شورامشر علی لاریجانی په دغې غونډې کې د هیواد اوسیمې د خورا مهمو مسلو په باب سره خبرې اترې اومشورې وکړې .
ایران:
د تهران چاپ ایران ورځپاڼې بیا د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د مشر یوکیا امانو خبرې راخیستې دي چې وايي: په ایران کې د IAEA پلټونکي بې له کومې ستونزې خپلې دندې ترسره کوي.
دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس مشر یوکیاآمانو دا خبره له دې یوه ورځ وروسته کړی چې په تهران کې ئې وئیلی وو ، اسلامی ایران دجامعې ایټمی موافقې په وړاندې پخپلو ټولو ژمنتیاؤ عمل کړی دی.
یوکیا آمانو په ابوظبی کې ، په یویشتمې پیړۍ کې د ایټمی انرژۍ په موضوع سره د ایټمی انر ژۍ دنړیوال آژانس دغړو هیوادونو د وزیرانو د درط ورځنی کنفرانس په لومړنۍ ورځې دخبریالانو په ټول کې دیوې پوښتنې په ځواب کې ووئیل ، دمونږ پلټونکی د فعالیتونو له پلوه ، په ایران کې له کوم مشکل او ستونزې پرته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوی .
داپه داسې حال کې دی چې دانګلستان پخوانی خارجه وزیر جک سټراؤ د لندن په روسی اکاډمۍ کې په سیمې اونړیوال امنیت کې دایران درول په موضوع سره په یوه سیمنار کې پخپلې وینا کې د ایران او لویدیځ د اړیکو په پراختیا کې په کارړنګونو دامریکا په تورونولو سره وئیلی دی ، په تیرو شلو کلونو کې لویدیځ له ایران سره داړیکو دپراخولو غوره فرصت له لاسه ورکړی دی .
ابرار:
ابرار ورځپاڼې په یو سرټکي کښې لیکلي دي: په ایران کښې استوګن افغان ماشومان وړیا زده کړه کوي. دملګروملتو چارواکو هم په ځلونو کډوالو ته داسلامی ایران د خدماتو په قدرونې سره تائید کړې ده ، ایران خپل پوهنتونونه ،ښونځی اوروغتونونه د کډوالو په مخ پرانیستی دی ، په دې ډول چې دغه کسان دایران دولس په شان له ټولو امکاناتو برخمن دی .
ورځپاڼې د یورونیوز ټیلیویژنی چینل د بیګاني رپورټ په حواله لیکلي چې د ایران اسلامی جمهوریت د قانونی اوغیر قانونی افغان کډوالو د بچیانو لپاره د زده کړو وړیا فرصت برابر کړی او په دغه هیواد کې په لسګونو زره افغان زده کونکی زده کړې کوی
دغه راپور زیاتوی، د ملګروملتو د کډوالو دلوړې کمیشنرۍ دجولائی دراپور په اساس په ایران کې په قانونی توګه کابو یو میلیون افغان کډوال ژوند کوی . داپه داسې حال کې دی چې کابو دوه میلیون نور افغانان هم په غیر قانونی ډول په ایران کې ژوند کوی . دغه کسان په حقیقت کې دهویّت هیڅ ډول سندونه او مدرکونه لری .
په عین حال کې داسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای دبیا بیا ټینګارونو په چوکاټ کې په ایران کې په قانونی اوغیر قانونی توګه داوسیدونکو دافغان کډوالو دبچیانو زده کړې وړیا دی .
افغان کډوال همداراز دایران د اسلامی جمهوریت د درملنې او روغتیائی خدماتو څخه هم له کوم توپیر پرته استفاده کوی . دا په داسې حال کې دی چې دافغانستان چارواکو په کرتو دافغان کډوالو د ښه کوربتوب لپاره د اسلامی ایران دحکومت املت قدرونه اومننه کړې ده . دملګروملتو چارواکو هم په ځلونو کډوالو ته داسلامی ایران د خدماتو په قدرونې سره تائید کړې ده ، ایران خپل پوهنتونونه ،ښونځی اوروغتونونه د کډوالو په مخ پرانیستی دی ، په دې ډول چې دغه کسان دایران دولس په شان له ټولو امکاناتو برخمن دی .
کابل چاپ:
په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره پر طالب مشرانو د بندیزونو د لګولو لپاره د اجرائیه رئیس په غوښتنې او د طالب مشرانو په وړاندې د پاکستان د اقدام پر څرنګوالي بحثونه کړي.
ویسا
ویسا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د افغان حکومت د اجرائیه رئیس په حواله لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دی پر ملا هبت ا... او نورو طالب مشرانو بندیزونه ولګوي.
ورځپاڼې لیکلي چې ډاکټر عبد ا... د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له مشر سره په لیدنه کې ویلي دي چې طالبان په افغانستان کې د عامه خلکو د وژنې عاملین دي، نو ملګرو ملتونو ته پکار ده چې د دې ډلې مشران د بندیزونو په لسټ کې شامل کړي.
خو ورځپاڼې وړاندې د ملي شورا د ځینو غړو او د سولې د عالي شورا په حواله لیکلي دي چې د حکومت دا ډول غوښتنې طالبانو او ملاتړو ته یې د جګړی د دوام پلمه په لاس ورکوي.
دنیا
دنیا ورځپاڼې هم د اجرائیه رئیس د غوښتنې په اړه د سولې د عالي شورا غبرګون راخیستی او لیکلي دي چې د دې شورا مرستیال حاجي دین محمد هیله مند دی چې د ملګرو ملتونو له خوا د داسې کوم اقدام نه مخکې دوی له طالبانو سره یوې نتیجې ته ورسېږي.
ورځپاڼې وړاندې د مشرانو جرګې د ځینو غړو په حواله لیکلي دي چې دا د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت د دوه ګوني سیاست ښکارندویي کوي چې د دوی په وینا ناکامه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خوا پاکستان ته د طالب مشرانو او قوماندانانو د لېسټ سپارل بله مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پرې پراخ بحثونه کړي.
ملي ارمان
د ملي ارمان ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي، اسلام اباد چې د امریکا د جنګي ستراتیژۍ مخالف دی، په نېږدې راتلونکی کې به د طالب مشرانو پر وړاندې اقدام کولو ته زړه ښه نه کړي.
ورځپاڼه وړاندی لیکي چې د پاکستان په حکومت کې ځینو کړیو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي دي چې اسلام اباد په دې باور دی چې د طالب مشرانو پر وړاندې پوځي اقدام به په افغانستان کې د سولې هڅې زیانمنې کړي.
خو ورځپاڼې وړاندې د ځینو کتونکو دا نظر راخستی دی چې پاکستان د دې لپاره د طالب مشرانو په وړاندې اقدام نه کوي چې د دوی په وینا اسلام اباد لا هم غواړي له دی ډلی نه په افغانستان کې د یوې وسیلي په توګه کار واخلي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې د افغان ولسمشر اشرف غني په حواله لیکلي دي چې له پاکستان او طالبانو سره د سولې تګلاره لري.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې ولسمشر اشرف غني ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له غړو سره په لیدنه کې پاکستان ته یو واضح پیغام درلود او هغه دا چې د کابل د سولې دروازې پرانستي دي، خو پاکستان باید پریکړه وکړي چې له مثبتې سیمه ییزې همکارۍ سره یوځای کېږي او که نه؟
ورځپاڼې وړاندې د ښاغلي غني د خبرو دا برخه راخېستی چې له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو په چوکات کې خبرې کېږي چې د ده په وینا دمخه یې پایلي هم لرلی دي.
سرخط
سرخط ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې امریکا پاکستان ته یو ضرب الاجل ټاکلی، څو په راتلونکو څو اونیو کې د طالب مشرانو پر ضد اقدام وکړي.
ورځپاڼه لیکي: امریکایي چارواکو ویلي دي چې امریکا پاکستان ته د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله تګلاره روښانه کړې او اوس دوی په تمه دي چې پاکستان په لږ وخت کې د طالبانو په وړاندې عملي اقدام وکړي.
ورځپاڼه وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي، چې که پاکستان دا کار ونکړي نو امریکا به د پاکستان ل مرستی پرته خپله لاس په کار شي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*