مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی د« ډیپلماسۍ د سود او صعود» تر سرټکی لاندی، ایران ته د روسیې او آذربایجان د ؤلس مشرانو د راتلو، او په تهران کی د ایران؛ روسیې او آذربایجان د دری اړخیزې غونډې په هکله، په یو تحلیل کی لیکلی دی:
نن به تهران د ایران؛ روسیې او آذربایجان د جمهور رئیسانو د دری اړخیزې غونډې کوربه وی. خو پدې زمینه کی تهران ته د ولادیمیر پوتین سفر، په سیمه ایزو او نړیوالو رسنیو کی پراخ انعکاس موندلی دئ. له دې وړاندی د ۱۳۹۴ کال په لړم میاشت کی هم؛ د روسیی ؤلس مشر تهران ته سفر وکړ. او له ډیپلماټیکو تشریفاتو څخه پرته؛ د مهر آباد له هوایی ډګر څخه په مستقیمه توګه، د رهبرۍ د معظم مقام لیدنی ته لاړ. که څه هم په هغې لیدنه کی د خبرو اترو جزئیات هیڅکله څرګند نه شول، خو دغې کتنې په کم ساری توګه دوه ساعته دوام وکړ. دا ځلی به هم؛ د کرملین د راپور په اساس، پوتین نن تهران ته له رسیدو وروسته؛ د رهبرۍ له معظم مقام سره لیدنه وکړی.
که څه هم سیمه ایزو او نړیوالو رسنیو؛ تهران ته د پوتین په سفر پوری د مربوط خبر تر پوښښ لاندی ټینګار درلود، چی دغه سفر د ایران؛ روسیی او آذربایجان د ؤلس مشرانو د دری اړخیزی لیدنی په منظور بڼه نیسی، خو د هغو موضوعګانو ډول ډول والئ هم چی، د دغې کتنی لپاره په نظر کی نیول شوی، لږ نه دئ. د سوریی په شان سیمه ایزې ګډی دوسیې، په منځنی ختیځ کی ګن بحرانونه؛ په افغانستان کی د ایران او روسیې رول؛ د یمن او عراق دوسیی؛ د تهران- ریاض کنګلی شوی اړیکی؛ د جامع اټمی موافقې (برجام) پایله؛ د انرجۍ په حوزه کی د تهران او مسکو همکاری او د تیلو نړیواله بیه؛ له هغو چارو څخه ده، چی باید پدې دری اړخیزه غونډه کی وڅیړله شی.
******
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی دا تحلیل جالب ښکاری؛ چی لیکلی یی دی:«بارزانی استعفا ونه کړه؛ بلکه استعفا ته مجبور شو»
د دغې څیړنی په دوام کی راغلی دی:« مسعود بارزانی پسله هغه د منتخب پارلمان له خوا استعفا ورکولو ته اړ شو؛ چی وپوهیده پخپلو نه سنجول شویو او سرغړونکو فیصلو سره یی، د خپلو خلګو په خلاف ستری خطا ګانی کړی دی، او نور نو د ریاست د دورې دوام ورته امکان نه لری.
د رأی الیوم خپلواکی ورځپاڼی لوی مدیر،عبدالباری عطوان، د مسعود بارزانی د استعفا په هکله لیکلی دی:« د خپل ګوند او د نورو کردو ګوندونو په داخل کی، د مسعود بارزانی مخالفه جبهه، ورځ تر بلې د کمزوری کیدو او زیاتیدو په حال کی وه. په ټول پوښتنی باندی د هغه ټینګار، او د خپلو ډیرو نږدیو کسانو له ټولو نصیحتونو سره سره، د نوموړی مخالفت کول هغه وژونکئ ګزار ؤو؛ چی د هغه د حکومت او په زیات احتمال د سیاسی فعالیت او ژوند لپاره یی د پای ټکئ کښیښود.
مسعود بارزانی پخپلو ټولو محاسبو کی یوه اساسی مسئله هیره کړه؛ او هغه دا چی، عراق بدلون کړئ او نور نو هغه کمزورئ هیواد نه دئ، چی په کرکوک او سنجار کی د پیشمرګو ځواکونو په وړاندی سره وپاشل شی، هماغه ډول چی له دې وړاندی د عراق په ځینو شمالی سیمو کی د داعش په وړاندی سره پاشل شوئ ؤ. عراق نن سبا؛ د نوی سیمه ایز محور غړئ دئ؛ چی ځان یی پر ټولی سیمی برلاسی کړی دئ. په سوریه کی حالات د دغه محور په ګټه پرمخ لاړل، او اوس د عراق په شمال کی هم، حالات د دغه محور په ګته پرمخ درومی. موږ دلته د داسی ټول پوښتنی په هکله خبری کوؤ؛ چی په غلط وخت کی؛ او په غلطو دلایلو سره ترسره شوه، او غلطو نتیجو ته ورسیدله. شاید بارزانی؛ له دغې فاجعی څخه سبقونه زده کړل، هغې فاجعی چی د هغه ۴۰ کلن سیاسی میراث، او کورنئ میراث یی تباه کړ.
******
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی بیا، د عراق د لمړی وزیر له قوله لیکل شوی دی: د کردستان نیمه خپلواک حکومت ته د پای ټکی ایږدو.
د عراق لمړی وزیر له یوې بریتانوی ورځپاڼی له خبریال سره په مرکه کی اعلان وکړ: د کردستان سیمی د نیمه خپلواک حکومت عمر، او د دغی سیمی یو اړخیز او د لس هاؤ کلونو سیاستونه ختموو.
حیدر العبادی د ایندیپندنټ ورځپاڼی سره په مرکه کی وویل: د عراق دولت غواړی، د دغه هیواد د کردستان د نیمه خپلواک حکومت څو لس کلن عمر پایته ورسوی. نوموړی همداراز اعلان وکړ؛ چی د عراق امنیتی ځواکونو ته د دستور په ورکولو سره، له هغوی غوښتی دی؛ تر څو د هغو سیمو په بیرته نیولو کی، چی د کردستان سیمی د حکومت په لاس کی وې، وینی ونه بهیږی. العبادی زیاته کړه: د کردستان سیمی د تیلی زیرمو په شمول؛ د عراق ټولی پولی باید د بغداد په کنټرول کی وی. هغه؛ پدې هکله څرګنده کړه: ترکیی اقرار کړئ چی پخوا یی خطا کړې ده، او د عراق له مرکزی دولت سره له اړیکی پرته، د کردستان سیمی له چار واکو سره یی مستقیمی اړیکی ټینګی کړی دی.
د عراق لمړی وزیر همداراز وویل: د دی غوښتنه لری؛ چی پیشمرګه ځواکونه، یا د عراق د دولت د امنیتی قواؤو یوه برخه شی، یا یو سیمه ایز وړه ځواک پاتی شی.
*******
د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی لولو: د شمالی کوریا د اټمی سایټ د ټونل نړیدو، ۲۰۰ مړی پرځای پریښودل.
د شمالی کوریا د اټمی سایټ نړیدل؛ چی په دوو مرحلو کی یی بڼه ونیوله، لږ تر لږه د ۲۰۰ کارګرانو د وژل کیدو سبب شول. پدې هکله؛ د جاپان د«آساهی» ټلویزونی شبکی، د«پونکی- ری» په اټمی سایټ کی د ټونل د نړیدو له کبله د ۲۰۰ کارګرانو د وژل کیدو خبر ورکړ. ویل کیږی؛ دغه ټونل چی د جوړیدو کار یی لا پایته نه ؤ رسیدلئ، د نړیدو په لمړۍ مرحله کی ۱۰۰ کارګران چی پکی په کار لګیا ؤو، تر خاور لاندی شول، او د نړیدو په دویمه مرحله کی ۱۰۰ نور کارګران چی په خاورو کی د ګیر شویو کسانو د ژغورلو لپاره لاس په کار ؤو؛ ووژل شول.
*******
اوس هم د کابل ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د بدلونونو په هکله یی څه لیکلی دی:
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه د عطا محمد نور د تازه څرګندونو، په کابل کې د تېرې ورځې د حملې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دی.
مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې په یو تحلیلی مطلب کې لیکلی چې "عطا محمد نور سر له اوسه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پایلو سره مخالف دی".
ورځپاڼې په مطلب کې وړاندې لیکلی؛ ښاغلی نور چې تېره ورځ په هرات کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل: چې د ټاکنو کمېسیون باید له سره جوړ شی.
ورځپاڼه لیکی: د جمعیت ګوند اجرائیه مشر او د بلخ والی همداراز خبرداری ورکړ چې که دغه کار ونهشی، نو راتلونکی ولسمشر به له وړاندې څرګند وی.
ورځپاڼې همداراز لیکلی چې عطا محمد نور په دې غونډه کې یو وار بیا د افغانستان په ولسمشر نیوکې وکړې چې ګواکې ټول دولتی واکونه یې انحصار کړی دی.
ملی ارمان
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې لیکلی، د هرې ورځې په تېرېدو د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ ستونزې ډېرېږی، ځکه خو یې له دې هېواده هغه څرخی الوتکې واخیستې چې امریکا ورکړې وې.
ورځپاڼې د پاکستانی رسنیو په حواله لیکلی چې امریکا له پاکستانه هغه ۵ څرخی الوتکې بېرته واخیستې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف یې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ته ورکړې وې.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې دغه څرخی الوتکې په ۲۰۰۲ میلادی کال کې د ډېورند په کرښه او په بلوچستان کې د وسلهوالو د فعالیتونو د څار په هدف پاکستان ته ورکړل شوې وې.
د ورځپاڼې په باور فکر کېږی چې دغه پرېکړه به د پاکستان له لوری له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د هغو غوښتنو له کبله وه؛ چې د سپینې ماڼۍ چارواکو په وروستیو څو میاشتو کې په پرلهپسې توګه له اسلاماباده کولې.
ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا ویلی چې امریکا؛ یوه نوې وسله افغانستان ته رالېږی.
د ورځپاڼې په خبره دغه وسله د دې توانایی لری چې له دېوال او یا ونې شاته هم دښمن لهمنځه یوسی.
ویسا د امریکا د نشنل انټرسټ خپرونې په حواله همداراز ویلی چې افغانستان ته د امریکا استول کېدونکې وسلې د «ام ۴» پرمختللې ډول دی چې په بېلابېلو برخو کې ترې استفاده کېدای شی.
د سرچینې په حواله په افغانستان کې امریکایی ځواکونو؛ دغه وسلې د وسلهوالو مخالفینو د «ار. پی. جی» راکټونو او نورو وسلو په وړاندې غوښتې ده.
هېواد
هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د کابل پرونۍ ترهګریزې حملې ته اشاره کړې چې له امله یې څلور تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.
د سرمقالې لیکوال د افغانستان د دفاع وزارت په حواله لیکلی؛ دا حمله د وزیر اکبر خان په سیمه کې وشوه چې ډیپلوماتیکه ساحه ده او پهکې دا ډول پېښې ډېرې بدې اغېزې لری.
د سرمقالې لیکوال په دې باور دی چې؛ ځکه خو پاکستانی ترهګرې کړۍ هڅه کوی چې په دغه ډول مهمو سیمو کې ځانمرګی بریدونه او چاودنې وکړی او له افغانستان سره د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې ملګرتیا ته زیان واړوی.