ایران ، روسیې او اذربایجان جمهوریت په اړیکو ټینګار وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی د اسلامی ایران، د روسیې فیډراسیون او د اذربایجان جمهوریت د ولسمشرانو غونډه بیګا دیوې(۱) ګډې بیانیې په لاسلیک کیدا سره پاې ته ورسیدله .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ددغه ګډې بیانیې له لاسلیک کیدا مخکې د روسیې او د اذربایجان جمهوریت له ولسمشرانو سره په ګډ خبری کانفرنس کښې په باکو کښې د درې واړو هیوادونو دمشرانو دغونډې د لومړنی هدف د پوره کیدا خبر ورکړ او ویې ویل ایران ، روسیه او اذربایجان جمهوریت د شمال او دجنوب دنړیوال کوریډور له لارې د اسیا او د اروپا د دوو(۲) لویو وچو د اتصال هڅه کوی .
دایران ولسمشر حسن روحانی د تهران غونډې اقتصادی فیصلو ته په اشارې سره وویل روسیه ، اذربایجان او ایران دښو بانکی اړیکو د رامینځته کولواو په دوه (۲) او درې(۳) اړخیزه تجارت کښې له ملی پیسو د استفادې کولو هڅه کوی .
حسن روحانی په دې خبرې سره چې هره درې اړخیزه غونډه د تهران ، ماسکو او د باکو ترمینځ د ډیرو تعاملاتو او دملګرتیاو لپاره نوم ګام دی هیله وکړه په ماسکو کښې د ایران ، روسیې او د اذربایجان جمهوریت د مشرانو په راتلونکی غونډې کښې د درې واړو هیوادونو داړیکو د پراختیا لپاره نور ګامونه پورته شی .
داسلامی ایران ، د روسیې او د اذربایجان جمهوریت د ولسمشرانو دوهمه(۲) غونډه پرون مازیګر په تهران کښې وشوه او دریمه(۳) غونډه به راتلونکی میلادی کال په روسیې کښې وشی .