د انګلستان دفاع وزیر دجنسی اړیکو په وجه استعفا ورکړه
-
د انګلستان درې پنځوس(۵۳) فیصده ښځې د کار په چاپیریال او دفترونو کښې په جنسي ډول ځورول کیږي
زمونږ خبریال وایی د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالون چې دیوې ښځینې خبریالې د جنسی ځورولو په دلیل تر سختې نیوکې لاندې وو بیګا استعفا ورکړه .
د انګلستان دفاع وزیر مایکل فالون په تیرې دوشنبې ورځ اعتراف کړی وو چې پینځلس (۱۵)کاله مخکې د هیواد د کنزرویټو ګوند د کلنۍ غونډې په وخت یې ښځینه خبریاله جولیا هارټلی بریور(Julia Hartley Brewer) په جنسی ډول ځورولی وه .
د بریتانیا ددفاع وزیر دغه اعتراف وروسته له دې وشو چې ددغه هیواد پارلمان ته اړونده د واټس اپ (WhatsApp) ډلې غړیو تیره اونۍ په پارلمان کښې د محققو او سلاکارو میرمنونو د جنسی ځورولو او اذیت کولو په اړه یوشمیر راپورونه خپاره کړل .
په عین حال کښې د بریتانیا سرچینو په تیرې یکشنبې ورځ ایشوا کړه د دغه هیواد دنړیوال تجارت د وزیر مرستیال مارک ګارنیر(Mark Garnier) هم تورن دی چې خپلې سلاکارې ته یې د غیر اخلاقی اړیکو د ټینګولو وړاندیز کړی وو .
دانګلستان ټایمز ورځپاڼې پرون په یوه (۱)راپور کښې د لومړۍ وزیر میرمن ټریسا مې د مرستیال ډامین ګرین(Damien Green) لخوا ښځینه خبریالې کیټ مالټبی(Kate Maltby) ته د غیر اخلاقی اړیکو دټینګولو د وړاندیز خبر ورکړ .
دبی بی سی ټیلی ویژن د راپور پراساس د انګلستان درې پنځوس(۵۳) فیصده ښځې د کار په چاپیریال او دفترونو کښې په جنسی ډول ځورولکیږی خو درې شپیته (۶۳)میرمنې له کارونو د ایستلو د ویرې په دلیل د جنسی ځورولو راپورونه نه ورکوی .
د انګلستان لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا می هم ویلی دی چې اوسنی شرایط د بریتانیا دښځو لپاره ښه نه دی .