د پاکستان د زیارتوالو مشکلات په زیاتیدا دی
-
حاضردمه د پاکستان دبلوچستان صوبې په کویټه ښار کښې په لسګونو زره زیارتوال او په رکني(Rokni) سیمه کښې هم څه دپاسه زر(۱۰۰۰) زیارتوال له ډیرو ستونزو سره مخ دي .
په پاکستان کښې دحسینی اربعین د زیارتوالو ستونزې هماغه راز دوام لری او د پنجاب او د سیند صوبو حکومتی چارواکو دهغو زیارتوالو چې دعراق کربلا ته دتلو لپاره کویټه ښار ته روان وو مخه ونیوله .
حاضردمه د پاکستان دبلوچستان صوبې په کویټه ښار کښې په لسګونو زره زیارتوال او په رکنی(Rokni) سیمه کښې هم څه دپاسه زر(۱۰۰۰) زیارتوال له ډیرو ستونزو سره مخ دی او هغوې ته دایران په لور دتلو اجازه نه ورکول کیږی او هره ورځ د زیارتوالو شمیر هم په زیاتیدا دی .
له بلې خوا د پاکستان دسیند صوبې د مجلس وحدت مسلمین مشر مقصود علی ډومکی د دغه اقدام په غندلوسره له حکومته وغوښتل ایران او عراق ته دپاکستان د تلونکو زیارتوالو مشکلات حل کړی .
د۱۴۳۹ هجری قمری کال د صفرې دمیاشتې شلمه(۲۰) چې د ۲۰۱۷ میلادی کال د نوامبر د میاشتې نهمه(۹) نیټه کیږی په کربلا دښتې کښې د دنیا دشیعه مسلمانانو د دریم(۳) امام حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د ګرانو ملګرو د شهادت له څلویښتې سره سمون خوری او د ټولې نړۍ په میلیونو مسلمانان داربعین په مراسمو کښې دګډون لپاره کربلا ښار ته ورځی .