انګلستان له ایران سره تجارتی اړیکې غواړی
-
امریکا د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیوهیوادونو داټومي موافقې چې تیر کال شوي وه په لاره کښې خنډونه جوړوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د بریتانیا خارجه وزیر بوریس جانسن داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس لخوا اټومی موافقې ته دایران د پاې بندۍ تائیدولوته په اشارې سره وویل لندن له تهران سره د تجارتی اړیکو د پراخولوغوښتونکی دی .
هغه د بریتانیا د ولسی جرګې هاوس اف کامنز دخارجی اړیکو کمیټۍ ته په وینا کښې د انګلستان له هغو شرکتونو چې دایران پرضد دامریکا د بایکاټونو په بیرته ستنیدا اندیښمن دی د لندن دملاتړ په اړه وویل د بریتانیا حکومت غواړی ددا ډول شرایطو له رامینځته کیدا ډډه وکړی .
بوریس جانسن په دې خبرې ټینګار سره چې غواړی دبریتانیا شرکتونه له ایران سره تجارت وکړی وویل لندن نه غواړی دامریکا نوی تدبیرونه په اټومی موافقې سیوری وغوړوی په دې ډول چې دایران له نظره اټومی موافقه بې اعتباره شی .
امریکا د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیوهیوادونو داټومی موافقې چې تیر کال شوی وه په لاره کښې خنډونه جوړوی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ دغه راز د اکتوبر دمیاشتې په دیارلسمه(۱۳) نیټه اټومی موافقې ته دایران د پاې بندۍ په تائیدولو کښې د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس اتو(۸) راپورونو ته له پام کولوپرته دایران داټومی موافقې له تائیدولو ډډه کړی وه او له دغه تړون څخه دامریکا د وتلو ګواښ یې هم کړی وو .